

ګرانو اوريدونکو د ملي لږکيو پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د شه قوم د وګړيو سندرې دروپيژنو ٠
محترمو دوستانو د شه قوم د چين په جنوب کې يو قوم دی چې په سلو کې نوي خلک د چين د فوجيان او جه جيانګ په ساحلي ولايتونو کې اوسيږي ، د شه قوم نيکونه په پخوانيو زمانونو کې د چين د جنوب زياتو سيمو ته په کډه تللي وو او د کډو په بهير کې يې د دوي سندرې تل ورسره غږيدلې ، نو اوس د شه قوم په سيمو کې د شه قوم زياتې سندرې اوريدل کيږي ، خلک دغو ځايونو ته د سندرو سمندر لقب ورکوي، اوس مونږ د چين د فوجيان ولايت د نينګ ده ښار د باي لو کن په نامه د شه قوم يوکلي ته ځو او د شه قوم د وګړيو ځانګړې سندرې اورو ،
د باي لو کن په نامه کلی د سمندر په غاړه کې پروت دی ، په دغه کلي کې ګواکي ټول وګړي سندرې ويلای شي ، دوي د کار په مهال کې د ساعت تيرۍ په وخت کې او د خوشالۍ او خوابدۍ په وخت کې هم سندرې وايي ، لنډه دا چې سندرې د شپه قوم د وګړيو د ژوندانه يوه مهمه برخه تشکيلوي ،
د باي لوکن په کلي کې زمونږ خبريال له يو سپين ږيري سره مخامخا شو چې جونګ چانګ ياو نوميږي او روان کال يې عمر پنځه اويا کلونو ته رسيدلی دی ، هغه د ماشومتوب په وخت کې له لويانو څخه د شه قوم د سندرو زده کړه کوله ، هغه زمونږ خبريال ته وويل هرچيرته چې د شه قوم خلک اوسيږي د دغه قوم په زړه پورې سندرې اوريدل کيږي ، په تيره بيا د شه قوم په يو لړ دوديزو جشنونو کې د سندرو
ويلو لويې غونډې ترسره کيږي چې په زرګونو خلک پکې ګډون کوي ، ددغه کلي ډېر وګړي چې په نورو ځايونو کې کارکوي هم د سندرو په غونډه کې د برخه اخيستنې لپاره بيرته کلي ته راځي ، سپين ږيري جونګ چانګ ياو د زلميتوب په وخت کې هم د سندرو په ډېرو لويو غونډو کې ګډون درلود ٠
سپين ږيري جونګ چانګ ياو وويل څرنګه چې د شه قوم خلک خپل لغتونه نه لري ، نو د دوي سندرې د هان قوم په ژبه ليکل کيږي ، د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ سره سره په توليد او ژوندانه کې د شه قوم او هان قوم د خلکو ترمنځ دودونه او رسم رواجونه يوځای شوي دي ، نو د شه قوم ځوانان ورو ورو د خپل قوم په ژبه سندرې نشي ويلای ، له دې امله د شه قوم سندرې د له منځه تللو سره مخامخ دي ، سپين ږيري جانګ چانګ ياو له دغو حالاتو څخه ډېره انديښنه لري ، هغه وويل
پخوا د باي لو کن کلي په هرکور کې د شه قوم د سندرو نسخې درلودې ، خو اوس د دوي په کورونوکې دغې نسخې نه پيداکيږي ، ولې ؟ علت يې دا دی چې ډېر بوډاګان مړه شول او کوچنيان او ځوانان له دغو سندرو سره کومه علاقه نه لري ، نو په دغه حال کې د شه قوم د سندرو نسخې ورو ورو ولکې شوې او ډېر لږ ليدل کيږي ٠
په تيرو لس ګونو کلونو کې د باي لوکن کلي او شاوخوانورو ځايونو کې د شه قوم د سندرو غونډه له منځه تللو ته نژدې شوه ، سپين ږيري جونګ
چانګ ياو په دې ډېر خفه کيږي او نيت لري چې د شه قوم سندرې وساتي او پاتي يې کړي ٠نو په ٢٠٠٢ کال کې ده پريکړه وکړه چې په خپلو پيسو سره د شه قوم د سندرو نسخې راظولې کړي ، هغه زمونږ خبريال ته وويل په وروستيو پنځه کلونو کې مې د شه قوم د سندرو نسخې د راغونډولو لپاره کوشش کاوه ، تراوسه پورې مې د څه باندې اته
لکه لغتونو په اندازه نسخې ترلاسه کړې دي ، خو دا يوازې د ټولو سندرو نيمه برخه ده ، دده په أند که ټولې سندرې راټولې کړي نور پنځه کلونه هم ونيسي ،
د وختونو په تيريدو سره لازياتو وګړيو خبر اوريدلي چې سپين ږيري جونګ چانګ ياو د شه قوم د سندرو د راټولولو لپاره هڅه کوي ، نو ډېر زيات خلک په دې برخه کې ورسره مرسته کوي ، ځينو خلکو خپل نسخې جونګ چانګ ياو ته هم وروليږلې ، د سپين ږيري جونګ چانګ ياو ښځې لۍ وين يو په دې برخه کې دده زيات ملاتړ کړې دي ، هغې وويل شپږ کاله کيږي چې زما ميړه د سندرو نسخو د راټولولو لپاره هڅې کړې او زيات زحمت يې ګاللي دي ، زه دده د کار ډېر ملاتړکوم ، زه هم هيله لرم چې زمونږ د قوم سندرې نسل په نسل پاتې وساتل شي ٠
د شه قوم د سندرو سره د ډېرې مينې له امله سپين ږيري جونګ چانګ ياو د باي لو کن په کلي او شاوخوا نورو ځايونو کې شهرت موندلی دی ، خلک هغه د سندرو ساتونکی بولي او کليوالان ورته د درناوي په سترګه ګوري ،
اوس ځايي حکومت د شه قوم د کلتور د ساتنې دفتر جوړکړی او پلان لري چې د سپين ږيري جونګ چانګ ياو په ګډون د يو شمير کسانو لخوا راغونډې شوې سندرې د کتاب په توګه چاپ کړي ، ځايي حکومت او وګړي د شه قوم د سندرو د ساتنې کار ته هم په درنه سترګه ګوري ، مونږ باور لرو چې د چين د شه قوم ځانګړې سندرې به تل پاتې شي ٠
ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسۍ ٠