<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-31 09:46:41    
د پاکستان تبعيد شوی پخوانی صدراعظم نواز شريف به په سپتمبر مياشت کې بير ته خپل وطن ته ستون شي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د داون نيوز ټلويزيون د اګست په ٣٠مه نېټه خبر ورکړ چې تبعيد شوی پخوانی صدراعظم نواز شريف په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې هغه به د سپتمبر په لسمه نېټه بير ته پاکستان ته ستون شي.

د خبر له مخې: د پاکستان مخالف ګوند مسلم ليګ چې د نوموړي ملاتړ کوي، په لندن کې دوه ورځنۍ غونډه تر سره کړه او د روانې مياشتی په ٣٠مه نېټه يې پريکړه وکړه چې د دغه ګوند مشر نواز شريف به د سپتمبر په لسمه نېټه بير ته خپل وطن ته ستون شي. له دې مخکې په ٢٣مه نېټه د پاکستان سترې محکمی د يوې پريکړې په ترڅ کې شريف ته اجازه ورکړه چې د دغه هېواد په پارلمانی ټولټاکنو کې ګډون وکړي.