<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-31 19:01:18    
د چونګ چينګ ښار

cri

چونګ چينګ د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی يو لوی ښار دی ٠ د چونګ چينګ ښار د چينګ های او تبت لوړه اواره او د يانګځه سيند د دښتی تر منځ ، د يانګځه سيند او جيا لينګ سيند ترمنځ او د سی چوان تشت په جنوب ختيځ کی واقع دی ٠ د شمال ختيځ چونګ چينګ د چين له مرکز بيجينګ څخه ١٤٤٢ کيلومتری دی٠ د ښار ختيځ هو بی او هو نان ولايت ، جنوب ګوی جو ولايت ، لويديځ سی چوان ولايت او شمال ته يی سی چوان او شان شی ولايتونه پراته دی٠ د چونګ چينګ عمومی مساحت ٨٢ زره ٤٠٣ مربع کيلومتره او په دی جمله کی د ښار عمومی مساحت ٦٠٠ مربع کيلومتره دی٠ اوس ټول ښار د يو جونګ ، جيانګ بی او شا پينګ با په شمول له ١٣ ناحيو ، د يونګ چوان، جيانګ جين او هه چوان په شمول له ٤ ښارونو او د چانګ شو، بی شان او تونګ ليانګ په شمول له ٢٣ ولسواليو څخه عبارت دی ٠ د ښار حکومت په يو جونګ ناحيه کی پروت دی ٠ د چونګ چينګ ښار څه د پاسه ٣٠ مليونه ٢٢٨ زره تنه دايمی اوسيدونکی لری، د ښاری خلکو شمير ٢ مليونه ٤٢٠ زره تنه دی او عمومی اوسيدونکی د هان قوم دی٠

په چونګ چينګ کی اقليم تود او لوند دی او په دوبی کې د چين د ٤ سوځوونکی سيمو څخه شميرل کيږی٠

د ١٩٢٩ کال د فبروری په ١٥ نيټه د نان جينګ د ملی حکومت د ښار د اداری قانون سره سم د چونګ چين د ښار حکومت جوړ شوی او د چونګ چينګ ښار په

رسمی توګه د سی چوان ولايت تر مستقيمې اداری لاندی وی٠ د ١٩٩٧ کال په مارچ کی د چين د ملی ولسی کانګرس پريکړه وکړه چی چونګ چينګ د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی ښار وټاکل شی او د وان شيان ، پی لينګ او چيان جيانګ په شمول ښارونه په رسمی توګه د چونګ چينګ په ښار کی ورګډ شوی دی٠