<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-31 20:18:34    
له چين سره د ښاغلي ارماني مينه

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو ښې چارې،هر چېرې چې ياست د خوښۍ او سوکالۍ څخه ډک ژوند ولرئ،په همدې هيله به راشو د دغې لړۍ د يوې بلې کړۍ وړاندې کولو ته،نن مې ددې پروګرام لپاره له يو تن کانادايي سره مرکه کړېده،دی په خټه افغان دی،او دلته چين ته د ځينو کارونو د ترسره کولو لپاره راغلی،نوموړی عبدالقيوم نديم نوميږي،چې دده په وينا په جان آرماني هم مشهور دی،کله مې چې له ښاغلي نديم سره ليده کاته وکړل د يو ښه چلند خاوند راته ښکاره شو،او که هر څوک په لمړي ځل ورسره مخامخ شي او خبرې او مجلس يې واوري نو نه غواړي چې ژر ورڅخه جلا شي،ځکه په ډېره خوږه ژبه کيسې کوي،او چلند يې هم د پام وړ دی،د ښاغلي آرماني په وينا لمړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په افغانستان کې کړي، بيا وروسته له هيواد څخه بهر ته په کډوالۍ ولاړ،چې د ځينو روزنيزو کورسونو تر څنګ يې د خبريالۍ په برخو کې هم د بيلابيلو مودو لپاره کارونه کړيدي،دی پدې هکله وايي:

لمړنی پروګرام مو چې د افغانستان غږ و،او په پښتو او فارسي ژبو يې خپرونې درلودې د کانادا په تورنتو کې پيل کړ،او تر هغه وروسته د راډيو چاو او ځينو نورو راډيويي خپرونو سره مې همکاري ساتلې ده،او په هسپانيې کې مې هم د يو ټلويزيوني پروګرام ،او ځينو ورځپاڼو سره همکاري کړې ده.

محترمو اوېدونکيو څرنګه چې چين اوس مهال د نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې يو مهم او منل شوی هيواد دی نو هر کال ددې هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر سوداګريز نندارتونونه جوړيږي،او پر چيني سوداګرو سربيره په زرګونو بهرنيان هم ګډون پکې کوي،ښاغلی آرماني هم لمړی ځل د يوې همداسې موخې لپاره دلته چين ته راغلی وو،او دا يې دريم ځل چې چين ته راځي،چې هر څه يې ډېر خوښ شوي دي:

زه لمړی ځل چين ته د سوداګرۍ لپاره راغلی وم،چې د ګوانجو په ښار کې د کنتر فير نندارتون ته بلل شوی وم،او تر هغه وروسته د چين په ځينو ښارونو باندې وګرځيدم،نو دا ځای مې ډېر خوښ شو. دی زياتوي وروسته تر هغه يې د چين بيلابېلو ښارونو او سيمو ته سفرونه کړيدي،چې ډېر ورته په زړه پورې وو:

په عين وخت کې زه نورو ښارونو ته ولاړم ډېر ښه او تاريخي ځايونه يې درلودل،لکه جوجايګو چې ښکلي غرونه يې درلودل،چندو چې زيات تاريخي معبدونه پکې وو،نانيګ،هونان ولايت او ګڼو نورو سيمو ته مې سفرونه وکړل چې هر يوه يې په خپل وار د ليدو وړ ځايونه درلودل.

خوږو او قدرمنو دوستانو چين اوس مهال له هر پلوه د يو سمندر بڼه غوره کړيده،چې په مختلفو برخو کې يې د خپل پرمختګ تر څنګ نورو نړيوالو ته هم خپل ور پرانيستی،او په هر برخه کې د هغوی هرکلی کوي،چې اوس مهال تر ډېره د مختلفو هېوادونو اوسيدونکيو هم چين ته مخه کړې ده او په بيلابيلو چارو لګيا دي،ښاغلی آرماني وايي که پښتانه هم لدې مناسب فرصت څخه ګټه واخلي او چين ته راشي نو دا به د هغوی په ګټه وي او کولای شي چې دلته په چين کې له هر پلوه ځان پياوړی کړي:

زما مشوره به د پښتنو لپاره دا وي چې دې هېواد ته راشي،سوداګري وکړي او خپل اولادونه د علم او زده کړو لپاره ورته راوليږي،لکه څنګه چې د اسلام ستر پيغمبر صلي الله عليه وسلم ويلي که علم په چين کې هم وي نو ورپسې ولاړ شه،نو په ريښتيا سره چين اوس د علمونو د يو سمندر بڼه غوره کړيده،نو پښتانه کولای شي چې خپل اولادونه د بيلابيلو ښو چارو لپاره چين ته راوليږي،ځکه ددې هېواد په هر برخه کې ډېر زيات چانسونه شته.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اوريدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پای ته رسيږي،او له ښاغلي نديم سره د مرکې پاتې برخې به په راتلونکيو اونيو کې درته خپرې کړم،که تاسو ددې پروګرام په هکله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې ولرئ،نو د خپلو ليکونو له لارې يې زموږ سره شريکې کړئ،موږ تل ستاسو د ليکونو لار څاروو،خوښ او آباد اوسئ.