د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان ځايی ټلويزيون د سپتمبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په شمال لويديځه په قبايلی سيمه کې په همدې ورځ د پاکستان د امنيتي ځواکونو په وړاندی د ځان وژنی موټر بمی چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل او اته تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه د پاکستان په شمال لويديځ د باجور په سيمه کې وشوه. بريد کوونکی خپل موټر د پاکستان د امنيتی ځواکونو کاروان ته نژدې کړ او بيا يې بمي چاودنه وکړه چې په ترڅ کې يې د دغه پوځ دری تنه سرتيری او دوه تنه عام وګړي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.