څه موده مخکی زمونږ د پروګرام له لارې ويل شوی وو چې د جولای او اګيست په مياشتو کې به د پروګرام په دغه برخه کې زمونږ د اوريدونکيو د کلبونو په اړه ځانګړی پروګرامونه خپاره شی او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړم چې زمونږ د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او زمونږ له څانګې سره اړيکی ساتی .
نو د پروګرام په نننی کړۍ کې خوشحال تايب تاسو ته يوه مرکه چمتوکړې ده .
(( له رفيع الله مندوخيل سره مرکه ))
رفيع الله مندوخيل د سويلی پښتونخوا د ژوب اوسيدونکی دی . له ١٩٩٠ کال څخه يی د چين د نړيوالې راډيو اوريدل پيل کړی دی . په ١٩٩٨ کال کې يې د چين د نړيوالې راډيو لسنرز کلب جوړ کړ ، چې تر څنګ يی پخپل لګښت د ماو ځه دونګ په نام يو کتابتون هم پرانيست ، اوس مهال يی د کلب د دايمی غړو شمير تر ١٧١ پوری رسيدلی دی . او ځينی نور ملګری هم لری چې لاتراوسه يی د کلبت غړيتوب نه دی ترلاسه کړی . رفيع الله مندوخيل وايی د دوی سيمه وروسته پاتې ده او هلته د انترنت اسانتياوې ډيرې لږ دي خو بيا هم د همدې لږو امکاناتو په درلودلو سره هڅې کوی چې د چين د نړيوالې راډيو پښتو ويبپاڼې مطالب وګوري او ګټې ورڅخه واخلی . اوزياتوی چې د پښتو څانګې ترڅنګ د اوردو ، تاميل ، انګليسی ، ايتالوی ، عربی او نورو ګڼو څانګو سره هم قلمی همکاری لری او د چين نړيوالې راډيو ته يی د راليږل شويو ليکونو شمير سلګونو ته رسيږی ، دی وايی د چين د نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره ډيره زياته مينه لری ځکه د ده مورنۍ ژبه هم پښتو ده ، او کله چې پروګرام اوری نو ځانګړی خوند ترې اخلی . رفيع الله مندوخيل په ٢٠٠١ کال کې د چين د نړيوالې راډيو لمړی درجه جايزه هم ګټلې وه .