لومړی به موږ په ګډه د ژونګ جونرجا له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی ښکلی جيو جای٠ جيو جای د چين د جنوب لويديځ سيچوان په ولايت کې واقع دی او د چين يوه مشهوره طبيعی منظر لرونکی سيمه ده٠ ځکه چی په دغه سيمه کې د تبت قوم نهه کلي شته، نو جيو جای نوميږی٠
( سندره ١ )
د جيو جای په سيمه کې جهيلونه، جړوبی او ځنګلونه شته چی د کيسو د نړۍ په توګه ګڼل کيږی٠ په دغه سندره کې خلک د دغې سيمې ستاينه کوی٠ په ٢٠٠٠ کال کې ژونګ جونرجا د دغې سندرې له لاری د هېواد د ځوانانو د سندرو ويلو په ٩ دوری سيالۍ کې جايزی تر لاسه کړی ٠
ژونګ جونرجا د چين د جنوب لويديځ سيچوان ولايت د تبت قوم په يوه کورنۍ کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې يی له موسيقی سره مينه درلوده٠ په ١٩٩٤ کال کې ژونګ جونرجا د جيو جای په ولسی هنری ډله کې د يو ځانګړی سندرغاړی په توګه ومنل شو او وروسته يی د سيچوان د موسيقی په پوهنځی کې د چين له مشهور سندرو جوړونکی وانګ فو لين څخه زده کړه وکړه٠ تر اوسه ژونګ جونرجا سلګونه سندری جوړی کړی ٠ اوس به موږ په ګډه د ژونګ جونرجا له خوا جوړه او ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی د جيو جای سيمه٠
( سندره ٢ )
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ژونګ جونرجا له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی نېکمرغه٠
( سندره ٣ )
ګرانو اورېدونکو، د يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!