<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-03 19:03:45    
په بيجينګ کې منظره لرونکي ځايونه ----------- د بې های په نامه باغ

cri

بيجينګ اته سوه کاله د مخه د چين پلازمينه ګرځيدلی چې له لسو څخه زيات امپراطوری باغونه په کې ساتل شوی دی . دغه باغونه ډير ښکلی او خوندور دی او د بي های باغ تاريخ په نړۍ کې تر ټولو اوږد دی. دغه باغ د لياو، جين، يوان، مينګ او چينګ پنځو امپراطوريو لخوا يو په يو جوړ شوی دی. د ديارلسمې پيړۍ د يوان په امپراطوری لړۍ کې لومړی امپراطور هو بی لي دغه ښکلی ځای خوښ کړ او د دغه باغ په سيمه کې يی د يوان لړۍ پلازمينه جوړه کړه . له يوان لړۍ څخه د مينګ او چينګ تر امپراطوری لړيو پورې د بی های باغ تل د امپراطورانو باغ و . د پلازمينی د جوړولو په تاريخ کې د يو باغ له امله د يوې پلازمينې ټاکنه په ټوله نړۍ کې ډير کم ليدل کيږي .

اوسنی بی های باغ نژدی اويا هکتاره پراخوالی لری او د اوبو د ساحې پراخوالی يی د ټول پراخوالی نيمه برخه نيسي. لويې وداني او له أرامتيا څخه ډک معبدونه په معقوله توګه د بی های په باغ کې پراته دي. د دغه باغ د جهيل په منځ کې يو ټاپو شته چې چيونګ هوا نوميږي او په ټاپو کې يو تبتی سپين څلی درېدلی. که تاسی د دغه برج څوکې ته له ختلو وروسته جنوب ته وګورئ ، نو به ګورئ چې په جهيل کې د چيونګ هوا ټاپو په ګډون دری لوی او کوچنی ټاپوګان سره يو ځای يو ليکه جوړوی. دغه دری ټاپو ګان د کارګرانو له خوا د امپراطوری باغونو د جوړولو له

هغه ځانګړی فنونو څخه په استفادې سره جوړ شوی چې يو جهيل او دری غرونه نوميږي .

دغه ځانګړی فنون په دې ډول وو چې لومړی : جهيل وکيندل شو ، وروسته د کيندل شوو خاورو په واسطه دری غرونه جوړ شول . په يوې افسانوی کيسی کې ويل شوی چې پخوا په سمندر کې دری غرونه پراته وو چې په هر غر کې رب الوع ژوند کاوه او د دايمی ژوند درمل يی درلود ، نو د چين امپراطورانو د دايمی ژوند د لټون لپاره په خپل باغ کې يو جهيل او دری غرونه جوړ کړل. د يو جهيل او دريو غرونو جوړښت يوازی په امپراطوری باغونو کې موندل کيده او نورو ته اجازه نه وه چې دغه ودانۍ جوړه کړي. که چا د دغه پرېکړې پر خلاف کومه ودانۍ جوړه کړې وی ، نو هغه به وژل کېده .دغه ودانۍ هم د بي های پارک يوه مهمه خانګړتيا ده، که تاسی دغه ودانی و نه ګوری، نو د امپراطوری باغونو عصاره به و نه پيژني.