<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-03 11:14:09    
د چين او پاکستان د ځوانانو ترمنځ تګ راتګ د دواړو هېوادونو دوستی ټينګوی

cri

د پاکستاني ځوانانو سل کسيزه پلاوی چين ته يو اوونيز سفر پيل کړی٠ د سپتمبر په دوهمه نېټه په اسلام اباد کی د چين سفارت له دغه پلاوی سره د مخه ښی لپاره د چين او پاکستان د ځوانانو د ښادۍ فيستوال ترسره کړ٠

د چين او پاکستان د ځوانانو د ښادۍ په فيستوال کی پاکستانی ځوانانو د ښکلی جامو په اغوستلو سره سندرې ويلې او نڅاوې يې وکړې٠ خوندورې پاکستانی موسيقي د ټولو ګډون کوونکو زړونه رپول او زياتو ګډون کوونکو د موسيقو له مخی ضربه ورکوله٠ د چين د سفارت کارکوونکو هم له ځوانانو سره يو ځای ډله ايزه نڅا وکړه ٠ دغه راز چيني ځوانانو هم د خپل هېواد ستاينې په نامه يوه چينی سندره وويله ، د سی ار ای راډيو خبريالې شوې شياو يون په اردو ژبه د هيمالايا په نامه يو مشهور پاکستانی شعر ولوست او زياتو پاکستانی ځوانانو هم په چينی ژبه وويل چې تل دی وي د پاکستان او چين ترمنځ دوستی !

چين ته د پاکستان د ځوانانو د سل کسيزه پلاوی دغه سفر د چين د دولت رئيس هو جن تاو او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د پروسږني وړانديز د پلی کولو لپاره د يو بل هېواد ته د د دواړو هېوادونو د ځوانانو د سفرونو يوه برخه ده ٠ په اسلام أباد کی د چين سفير لوه جاو خوۍ په نوموړی فيستوال کې هيله څرګنده کړه چې د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ له لاری د چين او پاکستان ترمنځ دوستی او همکاری په پر له پسی توګه پرمختګ او پراختيا ومومی٠ هغه وويل : ٌ ځوانان د هېواد د أبادۍ ، اقتصادی پرمختګ او دوه اړخيزې دوستۍ متحرک ځواک دی٠ د دواړو هېوادونو د خلکو او په تيره بيا د ځوانانو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا ډيره مهمه ښکاری او په پر له پسی توګه دوه اخيزې اړيکی او دوستی ټينګولای شی٠ هيله لرم چې چين ته ستاسی سفر د خوشحالی په فضا کی وی او بريالی شی او د چين او پاکستان دوستی تل ستاسی په زړونو کی ځای ونيسی٠ ٌ

له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه پوری د چين او پاکستان سل کسيزو پلاويو د يو بل هېواد ته دوه ځله سفرونه کړيدي٠ د روان کال په مارچ کی د چين د ځوانانو سل کسيز پلاوی يو ځل بيا پاکستان ته سفر وکړ٠ په ځوابي توګه د پاکستاني ځوانانو سل کسيز پلاوی به د سپتمبر په دريمه نېټه چين ته راورسيږی او له بيجينګ ، لان جو او شانګهای څخه به يو اوونيزه کتنې وکړی٠ د معلوماتو له مخی، د دغه پلاوی غړي د پاکستان له بېلا بېلو ځايونو او مختلفو ساحو څخه راغلي دي، دوی هيله لری چې د چين په هکله معلومات ترلاسه کړی او له چينی ځوانانو سره دوستی ټينګه کړی٠

د پاکستان ځوان اشام له چين سره د پاملرنې له امله له اوږدې مودې راهيسی پخپله د چينی ژبې زده کړه کوی او پر خپل ځان باندی يې يو چينی نوم ايښی دی٠ هغه په چينی ژبه د پاکستانی ځوانانو په استازيتوب مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې د چينی ژبې په زده کړه کی به له لا زياتو پاکستانيانو سره مرسته وکړی٠ هغه وويل : ٌ زه د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ په هکله د پاکستان او چين د حکومتونو له پلان څخه ډيره مننه کوم ، دا يو ډير ښه فرصت دی چې د پاکستان او چين ځوانان به د دغه تګ راتګ له لاری سره لا نژدی دوستی ټينګه کړی او يو له بل څخه به زده کړې وکړی ٠

د پاکستان د ځوانانو چارو د وزارت منشی اشفاق محمود هيله څرګنده کړه چې د ځوانانو تګ راتګ د پاکستان او چين ترمنځ تفاهم او دوستی لا ټينګه کړی٠ هغه وويل : ٌ لږه موده مخکې ما چين ته دوه ځله سفرونه کړی او دا مې احساسه کړې چې په چين کی زما د پاتی کيدو وختونه کافی نه وو٠ ځکه هر څومره چې له چين څخه زياتې کتنې کوم ، هومره د چين د پرمختګ په هکله زيات معلومات ترلاسه کولای شم ، له لا زياتو چينائيانو سره اشنايی کولای شم او له پاکستانيانو سره د دوی د وروګلوی ژوره دوستی احساسولای شم ٠ زه غواړم چې د دواړو هېوادونو د ځوانانانو ترمنځ د تګ راتګ د پرمخبيولو لپاره زيات خدمتونه ترسره کړم ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستی د هيمالايا غره په شان لا لوړه شی ٠ٌ