<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-03 12:21:20    
هو جين تاو له استراليا څخه د ليدنې په موخه له بېجينګ څخه وځوځيد.

cri

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په دريمه نېټه له بېجينګ څخه استراليا ته ولاړ او له دغه هېواد څخه پر ليدنې سربيره به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په پنځلسمه دوره نارسمی سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي چې د استراليا په سيدنی کې تر سره کيدونکې ده. د چين د بهرنيو چارو د وزارت يو لوړ پوړی چارواکي ويلی چې دغه ليدنه به د چين او استراليا ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ د اوږدې مودې، سالمې او ثابت پر پرمختګ اغيزې وکړي. دغه راز په ياد شوی غونډه کې به رئيس هو جين تاو د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ بهير، د اقليم د بدلون، د نړۍ او د اسيا او ارام سيمندر سيمې په اقتصادي پرمختګ کې د مهمو مسئلو په اړه د چين دريځونه بيان کړي.

رئيس هو جين تاو په ٢٠٠٣ کال کې له استراليا څخه ليدنه کړې وه او له څلورو کلونو وروسته به يو ځل بيا له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي. دغه ليدنه څرګندوي چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال هه يا فې خبريالانو ته په دې هکله داسې وويل : 

روان کال د چين او استراليا ترمنځ د رسمی اړيکو د جوړولو له پنځه ديرشمې کاليزې سره برابر دی. له دغه هېواد څخه د رئيس هو جين تاو د ليدنې موخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور پياوړتيا، د ګډو نظريو پراخوالی، د همکارۍ ژورتيا او د ښې راتلونکې جوړول دي. موږ باور لرو چې دغه ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په هراړخيزو ساحو کې د همکارۍ د اوږدې مودې، سالم او ثابت پرمختګ

لپاره مهم رول ولوبوي.

په تېرو څو کلونو کې، د چين او استراليا ترمنځ اړيکې په ښه ډول ټينګې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړيو چارواکو تګ راتګ او په سياسی ساحه کې متقابل باور ګام په ګام پياوړی شوی دی. اوس چين د استراليا دوهم لوی سوداګريز همکار او استراليا د چين نهم لوی سوداګريز همکار ګڼل کېږي. بر سېره پردې، دواړو هېوادونو د ساينس او پوهنې، کلتور، د چاپيريال د ساتنې او د انرژۍ او زيرمو په ساحو کې موثری همکاری لري او د مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په اړه خبرې اترې او سلامشورې سره کوي. ښاغلي هه يا فې وويل: 

رئيس هو جين تاو به د دغې ليدنې په وخت کې د ولسمشر ميچال جفری او صدراعظم جون هوارد په ګډون د استراليا له يو شمير مشرانو سره خبرې اترې وکړي او دواړه خواوی به د خپلمځنی اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي. بر سېره پردې، رئيس هو به له لويديځی استراليا او د نوی جنوب واليس ايالاتونو څخه ليدنه وکړي او د دغه هېواد د بېلا بېلو ساحو له استازيو سره به کتنې وکړي. د دواړو هېوادونو اړوندی څانګې او تصدۍ به د دغې ليدنې په ترڅ کې د سوداګری، عدليی، انرژۍ او ساينس او تکنالوژۍ په ساحو کې د همکارۍ څو تړونونه لاسليک کړي.

رئيس هو جين تاو به له استراليا څخه پر ليدنې سربيره د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په پنځلسمې دورې نارسمی سرمشريزه غونډې کې ګډون وکړي. د دغه سازمان نارسمی سرمشريزه غونډه هر کال تر سره کېږي او په دغه سازمان کې تر نورو ډېره لوړ پوړې غونډه ګڼل کيږي. د معلوماتو له مخې: د ياد شوی غونډې مضمون د لويی کورنۍ د جوړونې پياوړتيا او د دايمی ښې راتلونکی

جوړونه دی. د دغه سازمان د غړيو مشران به په دغه غونډه کې د اقليم بدلون، د ککړ توکيو د کمولو، د سيمه ايز اقتصاد د يو ځای کيدو، له دوحا خبرو اترو څخه د ملاتړ، د سوداګری او پانګې لګولو د ازاديدو او د نويو غړيو د منلو په اړه په يو شمير مسئلو بحث وکړي. بر سېره پردې به رئيس هو جين تاو په يو لړ نورو غونډو کې هم ګډون وکړي او د چين تګلارې او دريځونه به بيان کړي.

په تېرو څو کلونو کې نړيوالې ټولنې د اقليم بدلون مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې، نو د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال څوی تيان کای د چين دريځ داسی څرګند کړ:

چين هيله لري چې په دغه غونډه کې به برخوال مشران د دې مسئلې په اړه ګډه نظريه تر لاسه کړي او د سيدنی اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړی چې د دغه سازمان غړي به د اقليم مسئلې د ښه کيدو لپاره کوښښ وکړي.

بر سېره پردې، چين هيله لري چې دغه غونډه به د اسيا او ارام سمندر سيمې د سيمه ايز اقتصاد يووالی په اړه راپور تصويب او اړوندې تګلارې او وړانديزونه هم تصويب کړي او له څواړخيز سوداګريز نظام څخه ملاتړ وکړي چې د دوحا دورې خبرو اترو د برياليتوب لپاره هڅې وشي. دغه راز دغه غونډه به د دغه سازمان د اصلاحاتو بهير پياوړی کړي چې په سيمه ايزې همکارۍ کې د دغه سازمان مقام او رول وساتي.