
دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې لسم نړيوال نندارتون لږه موده مخکې د شينجيانګ په وروموچی ښار کی پای ته ورسيد٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندراتون په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠
د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې لسم نړيوال نندارتون د اګيسټ په اتمه نېټه د وروموچي د هوا لين د نړيوال نندارتون په مرکز کی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ولسی حکومت د مشر اسماعيل تيل ولد لخوا پرانيستل شو:
اوس زه اعلان کوم چې د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې لسم نړيوال نندارتون پرانيستل کيږی ! ٌ
دغه نندارتون تر دې سرليک لاندی چې ٌ د وريښمو په لرغونی لار کې د شنو ساختمانی موادو په وسيلې د منځنی أسيا د سوداګريزې همکارۍ نوی صحنه أباديږی ، ٌ په متمرکزه توګه د چين او نورو هېوادونو د ساختمانی موادو د صنائعو نوی توليدات، تخنيکونو او تکنولوژۍ وښودله٠
د دغه نندارتون په ديرش زرو مربعو مترو سالونونو کې اته سوه معياری غرفې جوړې شوې او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ښودونکي او اخيستونکي سوداګران ورته راجلب شوی وو ٠
د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د ولسی حکومت مرستيال هو وۍ خبريالانو ته وويل :
د ودانيو د ښکلا په هکله په پخوانيو نندارتونونو کې يوازی ساختمانی مواد او اړوند تخنيکونه ښودل کيدل ، خو په لسم نندارتون کی د ښودنې تر څنګ اخيستنه هم شامله شوه او پکې لوړه پوړی فورم هم ترسره شو٠ نو ويل کيږی چې د دغه نندارتون پيمانه او کچه په پرله پسی توګه لوړيږی او محتويات يې هم کال په کال غنی کيږی٠ دغه نندارتون د چين له نورو سيمو او بهرنيو هېوادونو سره د شينجيانګ د اقتصادی او تکنولوژيکې تګ راتګ او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی دی ٠ ٌ
د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې په لسم نړيوال نندارتون کې د کوريا جمهوريت سالون ډير د پاملرنې وړ و ٠ د دغه هېواد د سالون مشر ګو فو شان وويل :
د چين شينجيانګ يوه لويه اقتصادی سيمه ګرځيدلې او له منځنی أسيا سره د دغې سيمې سوداګری ډيره توده ده٠ نو د کوريا جمهوريت سوداګران له دغه نندارتون سره ډيره علاقه لری او هيله لری چې د دغه نندارتون له لاری د کوريا جمهوريت اړوند توليدات د شينجيانګ سيمې او د منځنی أسيا بازارونو ته وروپيژنی او ورپسی له چين سره همکاری وکړی تر څو ګډ پرمختګ وکړی ٠ ٌ
د شينجيانګ ځايي سوداګرانو په نوموړی نندارتون کی خپل ډير تاوده احساسات څرګند کړل٠ د تورفان ښار د پيچان ولسوالۍ د ډبرينو موادو له صنعتی سيمې څخه د يوې تصدی چارواکي سون جيا جيون خبريالانو ته وويل :
ډبرين مواد زمونږ نوی توليدات دی، مونږ هيله لرو چې د دغه نندارتون له لاری له لا زياتو دوستانو سره اشنا شوو ترڅو خپله تصدی دوی ته وروپيژنو او لا زيات اړوند اطلاعات ترلاسه کړو ٠ ٌ
د شينجيانګ شاخوا هېوادونو نه يوازی نندارتون ته خپل اقتصادی او سوداګريز پلاوي راليږلي وو، بلکې حکومتي چارواکيو يې هم په خپله د پلاويو مشری وکړه٠ د قزاقستان د المااتا ښار د صنائعو او سوداګرۍ د ټولنې مرستيالې ميرمن تاج يانا وويل :
د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې لسم نړيوال نندارتون مونږ ته بلنه راکړه ، نو مونږ د يو شمير تصديو په راسمبالولو سره په دغه نندارتون کی برخه واخيسته ٠ مونږ هيله لرو چې خپل ساختمانی مواد او د ودانيو د ښکلا تکنولوژي چين او نورو هېوادونو ته وروپيژنو او يو شمير اړين توليدات واخلو٠ دا يو مسلکی نندارتون دی او ځانګړی ښيګڼی لری ٠ ٌ
د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې په لسم نړيوال نندارتون کی د معاملاتو عمومی ارزښت څه دپاسه څلور مليارډه او پنځه سوه مليونو ژن مين بي يوانو ته ورسيد٠ دغه نندارتون نه يوازی چينی او بهرنيو سوداګرانو او برخه اخيستونکيو تصديو ته د تبادلې يوه ښه صحنه برابره کړې ، بلکې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادی او سوداګريزې همکارۍ د لارو او ساحو د پرانيستلو او پراخولو لپاره ډير ښه رول لوبولی دی٠
ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د ودانيو د ښکلا په هکله د چين د لويديځې سيمې د نړيوال نندارتون په هکله يو راپور واوريد، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې دغه وروستی نندارتون څووم نندارتون و ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی ! مونږ به د پچې له لاری يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله ! سوکاله او خوښ اوسئ !