<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-03 18:59:50    
د چين په چانګ شينګ ټاپو کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی

cri

د چانګ شينګ ټاپو د چين په شمال ختيځ لياو نيګ ولايت کې پروت دی چې پخوا ډېر مشهور نه و، خو اوس دغه ټاپو د چين په شمال ختيځ کې د زړې اډې د سمسوريتا او په ساحلی سيمو کې د اقتصادی ورخلاصون تګلارې په پلی کولو سره لازيات پانګوال راجلب کړي دي چې له مخې يې اوس د دغې سيمې د پانګونې يو نمونوی ټاپو دی.د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه ټاپو د أبادۍ په باب معلومات وړاندی کړو.

دغه ټاپو د چين پنځم لوی ټاپو دی او د شمال ختيځ د دا ليان په ښار پوری اړه لري چې مساحت يې دوه سوه او پنځوس مربع کيلو متره دی او د بندری صنايعو د پرمختګ لپاره بډايی سرچينې لري. په ٢٠٠٥ کال کې د لياو نينګ ولايت حکومت پريکړه وکړه چې دغه ولايت به د يوې صنعتی اډې او د داليان ښار د نړيوال سمندری حمل نقل د مرکز په توګه د دغه ټاپو د ټاکلو لپاره کوشش وکړي..

په دغه ټاپو کې سمندر ته نژدی د يوې صنعتی سيمې مسئول فان هوی زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل  زمونږ ټاپو له يو پرمختيايی فرصت څخه برخمن دی. په ٢٠٠٣ کال کې مرکزی حکومت په شمال ختيځ کې د يوې زړې اډې د سمسورتيا وړانديز وکړ او بيا يې په ٢٠٠٥ کال کې د دغې سيمې د لازيات ورخلاصون وړانديز هم وکړ چې له امله يې دغه ټاپو د لياو نينګ ولايت د ساحلی سيمو د پرمختګ په چوکاټ کې شامل شو. زموږ ولايت د ګوندی کميټې منشی لی که چيانګ هم وويل حکومت به د ټاپود بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ لپاره دری مليارډ يوانه ولګوي.

سربيره پردی د چين د پرمختګ بانک دغه ټاپو ته اته مليارډ يوانه پورونه ور کړي چې له امله يې په لومړی پړاو کې د دغه ټاپو د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ لپاره اړينې پيسی برابرې کړي دي.

دوه کاله مخکې د دغه ټاپو نفوس يوازی څلويښت زره و، خو ځانګړی جغرافيايی موقعيت او خپل غوره والی د دغه ټاپو د چټک پرمختګ لپاره بنسټ ايښودلی دی. د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دغه ټاپو حکومت د وګړيو د ليږدولو، د پانګونې راجلبولو، د سړکونو او او اورګاډۍ لارې أبادۍ په کارونو لاس پوری کړي چی په ترڅ کې يې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ښاغلی وانګ جون د دغه ټاپو يو دايمی اوسيدونکی دی او په وروستيو کلونو کې يې د دغه ټاپو د بدلونونو او پرمختګ په هکله وويل  له دوو کلونو راهيسی زمونږ په ټاپو کې زيات بدلونونه رامنځته شوي مثلأ حکومت د بريښنا او اوبو برابرولو مسئلې حل کړې او ګړندی سړکونه يې جوړ کړي دي. ويل کيږي چې د اورګاډۍ لاره به هم جوړه شي چې له امله به يی د ترانسپورت په اړه خلکو ته لازياتې اسانتياوې برابر کړي او هرو مرو به لازيات شرکتونه راجلب کړي.

په همدی وخت کې د دغه ټاپو اداري څانګې د پرمختګ په بهير کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ ته ارزښت ورکوي او د پرمختللو هېوادونو له غوره تجربو زده کړه کوي.په دغه برخه کې د چانګ شينګ ټاپو او د سينګاپور ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ همکاری يوه نمونوی بڼه ده.د دغه ټاپو د صنعتی سيمې مسئول فان هوي وويل  د ٢٠٠٦ کال په اګست کې د چين او سينګاپور ترمنځ د همکارۍ د ګډې کميټې په درېيمه غونډه کې د صدراعظم مرستيالې وو ايی وړانديز وکړ چې د دغه ټاپو او سينګاپور ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ ملاتړ وشي چې د عمومی أبادۍ، اداري چارو، پانګونې، سيلانۍ، پوهنې، د غوره کسانو روزنې، د معلوماتی کيدواو چاپيريال ساتنې په شمول يو شمېر برخې پکې شاملې وي.

د چانګ شينګ ټاپو د أبادۍ په اړه له عمومی پلان سره سم به تر ٢٠١٠ کاله پوری د دغه ټاپو اداري څانګه د ټولو بنسټيزو تاسيساتو أبادی پای ته ورسوي او په بنسټيزه توګه به د تجهيزاتو جوړولو په شمول بندری صنعتی سيمه او د پنځوس يا اويا زره ټنو په کچه به پنځه لنګر ځايونه هم جوړ کړي چې د دا ليان بندر د مالونو ليږدولو ځينې دندې پر غاړه واخلي. په هغه وخت کې به دغه ټاپو پر خپل ځانګړيتوب اتکا سره نړيوالو ته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بريالتوبونه وړاندی کړي.