<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-04 14:35:24    
د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو مرکز

cri

د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو مرکز د بېجينګ د اولمپيک لوبو د نښې په توګه ګڼل کېږي. په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د لامبو وهلو، له تختي څخه د ټوپ وهلو، په اوبو کې د بالټ نڅا او باغوټې وهلو په ګډون يو شمير سيالي په کې تر سره شي، نو دغه مرکز د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره يوه مهمه ودانۍ ده چې د بېجينګ په شمال کې پرته ده.

دغه مرکز د يوې شنی صندوقچی په شان مربع بڼه لري چې بهرنی قشر يي أبی رنګه دی او د اوبو ځک په بڼه بريښي. يوه خبره ده چې ټوله ودانی لکه په أبي رنګ ځګونو پوښل شوی وی. په تيره بيا کله چې شپه را شی او د ودانۍ دننه څراغونه روښانه شی ، رڼا يي د ودانۍ له نيم شفافو پردو څخه بهر ته خپريږي، دغه ودانۍ د يو أبی بلور په شان ډيره ښکلی ښکاري او لکه د ودانۍ دننه پر ديوالونو باندي أبی رنګه رڼې پردې ځړول شوي وی .

دغه مرکز د مرغانو د ځالۍ په نامه د چين له هغه مرکزي سټېډيوم سره نژدی دی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو عمده سټېډيوم دی. دغه دوه ودانی په ګډه د بېجينګ د اولمپيک په پارک کې پرتې دی. د چين د لامبو وهلو مرکز د چين او استراليا د ډيزانيرانو له خوا په ګډه جوړ شوی. په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک لوبو په موده کې به په دغه مرکز کې اووه لس زره څوکۍ موجودې

وی چې په کې شپږ زره دايمی څوکۍ شته .

ډېر دوستان له دغې ودانۍ څخه بهر د پردو په اړه معلوماتو ته ډېره پاملرنه کوي. د دغه مرکز بهر قشر د يې تی اف يې په نامه په پردې پوښتل شوی دی. دغه پردې ډېرې کلکې دی چې څو وګړی په ګډه پرې پردې ټوپ وهلای شي او دغه پردې د زغملو توان لري دغه راز، دغه پردې پخپله د پاکولو توان لري چې دوړې نشی پرې کيدای. بر سېره پردې، دغه پردې د چاپيريال د ساتنې توان هم لري چې د بارانو د اورېدلو په وخت کې د بارانو اوبه راغونډوي.

د معلوماتو له مخې: د چين د لامبو وهلو مرکز نه يوازی د بېجيګ د اولمپيک لوبو يوه نښه ګڼل کېږي، بلکې د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د سټېډيومونو او جمنازيومونو ترمنځ يوازنۍ وادنۍ ده چې د هانګ کانګ او مکاو د وطنوالو لخوا يې د جوړولو پانګه په ګډه اچول شوې ده. دغه جمنازيوم په نړۍ کې د لامبو وهلو ډېر لوي جمنازيوم بلل کېږي. د دې ترڅنک به دغه جمنازيوم د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پای ته رسيدو وروسته د سپورتی فعاليتونو په موخه د يو عام جمنازيوم په توګه خلکو ته خدمتونه برابر کړي.