<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-04 14:36:05    
د چين په ګوي جو ولايت کې د مياو قوم د ټوکر رنګولو دوديزه تکنولوژی

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم . زه غوټۍ يم او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هر کلی کوم . د مياو قوم وګړي د چين په ګوي جو ولايت کې اوسيږي او د ټوکرانو رنګولو په هکله ددی قوم يوه دوديزه تکنولوژی له کلونو کلونو راهيسې روانه ده . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو د نوموړې تکنولوژۍ په هکله لږ څه معلومات واورئ .

د ټوکرانو رنګولو دغه لاسی هنر د مياو قوم ښځو په ژوند کې يوه اړينه تکنولوژی ده او لارې چارې يي دا دي چې لومړی د پمبه يي ، وريښمين ، وړين او يا کتاني ټوکر باندي د ژيړ رنګ موم په وسيله انځورونه ايستل کيږي او بيا په هغه منګي کې چې ځانګړي أبی رنګي توکي پکي دې ، اچول کيږي . تر يوې مودې وروسته ټوکر أبی رنګ اخلي ، خو د موم لاندي ځاي لا هم پخپل سپين حالت کې پاتې وي او ښکلي انځورونه رامنځته کيږي

د موم په وسيلې د ټوکرانو رنګولو صنعت د دغه ولايت په زياتو سيمو کې رواج لری په تيره بيا په دان ځاي ولسوالۍ کې د مياو قوم ښځو لخوا رنګ شوي ټوکران ډير مشهور دي. ددې ولسوالۍ د کاليو توليدولو فابريکې مشرې وانګ جين وويل چې ددې په فابريکه کې رنګ شوي انځورونه په ځانګړي توګه ددې ولسوالۍ د مياو قوم ښځو لخوا انځور شويدي.دې وويل دغه انځورونه خيالي او تصوري دي او په کتابونو کې نه ليدل کيږي. د بېلګې په توګه دوی د کب څو سوه ډولونه بڼې کښلې شی.

د موم په وسيله د ټوکرانو رنګولو هنر په هکله داسې ښکلی کيسه شته چې وايي د مياو قومي يوه ښکلې نجلۍ د قومي جامې په يو رنګ قانع نه شوه او هيله يي درلوده چې قومي جامې رنګارنګ شی ، خو د خپلې هيلې د بشپړولو لپاره يې کومه ښه لاره و نه موندله . يوه ورځ نجلۍ په خپل بڼ کې په خوب کې يوه ښاپيرۍ وليده چې ښکلی کالی يي اغوستی و . کله چې له خوبه راويښه شوه ، و يي ليدل چې کالی يي د

شاتو له مچيو څخه ډک و او د شاتو داغونه پرې پاتې وو. نو خيال يي وکړ چې کالی يي بيا رنګ کړي . تر رنګولو وروسته يي کالی په جوش اوبو کې پاک کړل ، هغه وخت عجيب کار وشو چې په کاليو باندي د موم لاندي سپين سپين ګلان رامنځته شول . وروسته کليوالو د رنګولو له دغو لارو چارو څخه زده کړه وکړه چې په پايله کې يي د موم په وسيله د ټوکرانو رنګولو تکنولوژی خپره شوېده .

په دان ځاي ولسوالۍ کې ددې تکنولوژۍ ډير ولسي ماران رامنځته شويدي ، د بېلګې په توګه ښاغلي وانګ عا يون د دې تکنولوژۍ د نندارې لپاره دوه واره د امريکا شيکاګو او اتلانتا ته تللی چې د ځايي وګړيو لخوا د ختيځ هنرمند په نامه ونومول شو. ددې ولسوالۍ يوې ماهرې يانګ فان هم په ١٩٨٦ او ١٩٨٨کال کې په هانکانګ او بېجينګ کې ددې تکنولوژۍ نندارې وکړې . برسيره پردې د رنګارنګ چين په نامه قومي کلتوري فستيوال کې د دې ولسوالۍ د ماهرانو نندارې زيات شمير نندارچيان راجلب کړی دی. يوو نندارچي باي ړيو جي زموږ خبريال ته وويل د موم په وسيله د رنګولو دودويزه تکنولوژی ډيره کامله ده او داسی هنری شيان مې ندي ليدلي ، نو ويل کيږې چې د دوديزو تکنولوژيو ساتنه او پراختيا ورکول له چيني ملت څخه د په ميراث پاتې شوې ده .

د مياو قوم د دودونو له مخې هره مور دنده لری چې خپلو لوڼو ته ياده شوې تکنولوژی ورزده کړي ، نو ددغه قوم نجونې د کوچنيتوب په موده کې د ټوکر اوبدلو ، رنګولو او ګنډلو تکنولوژۍ په زده کړې پيلوي . ميرمن وانګ جين وويل اوس ډيرکسان د موم په وسيله د ټوکرانو رنګولو په تکنولوژۍ لګيا دي . خو زما په اند اوس مهال بيړنی دنده دا ده چې بايد دغه تکنولوژی نوره هم پرمختګ وکړي څو چې لا

زيات کسان دغه تکنولوژی وپيژنی او په بازار کې د موم په وسيله رنګ شوي پارچې لا زيات اخيستونکي راجلب کړي .

د ياد شوي قومي کلتوري فستيوال د کوربه ډلې د چين د قومي موزيم مرستيالې ميرمن وي ژون هوي وويل ددې فستيوال د ترسره کولو عمده موخه د قومي کلتوري ميراثونو د ساتلو په هکله د ټولو وګړيو ، ټولنو او قومي سيمو هڅول دي چې دا ډول فستيوال به په راتلونکي کال کې هم ترسره شی. دې وويل زيات نندارچيان غواړي چې زموږ توليدات واخلي چې په دې توګه زموږ د فستيوال ترسره کولو هدف ترسره شوی دی . خو د فستيوال اصلي موخه د توليداتو پلورل نه دي، بلکې د نندارې او نمايش لپاره دي. نو زيات توليدات نه دي تيار شوي . د راتلونکي فستيوال پيمانه به له اوسنی فستيوال څخه لويه وي .