<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-04 17:53:52    
امان الله عمران

cri

امان الله عمران د 1351 لمريز كال د چنګاښ په يودېرشمه او د 1972 زېږيز كال د جولاى په 22 په كابل ښار كې زېږېدلى دى. پلار يې د غزني او مور يې د وردګو ولايت ده. د خپل عمر په لومړيو كې د كابل ولايت په سروبي كې اوسېدلى او لومړۍ زده كړې يې هم هلته كړې دي. بيا وردګو ته تللى او د لمريز كليز شپېتمې لسيزې په نيمه كې يې هلته زده كړې كړې دي. د همدې لسيزې په وروستيو كلونو كې پېښور ته ولاړ او هلته يې د افغان سيد جمال الدين په لېسه كې په زده كړې پيل وكړ، خو د لېسې وروستى يا دوولسم ټولګى يې د وردګو ولايت د چك ولسوالۍ د حضرت عمر فاروق په لېسه كې ولوست او خپلې ثانوي زده كړې يې هلته بشپړې كړې.

د 1993 كال په ديسمبر كې د لوړو زده كړو لپاره مصر ته لاړ، او هلته يې د 1998 كال په نومبر كې د الازهر پوهنتون د ژبو او ژباړنې له پوهنځي څخه په انګليسي ژبه كې د ليسانس درجه تر لاسه كړه. بيا يې د 2005 كال په جون كې په قاهره كې د عربي څېړنو او لوستنو له انسټيټيوټ څخه په ژورناليزم كې د لوړو زده كړو ديپلوم تر لاسه كړ.

امان الله عمران په قاهره كې د خپلې زده كړې تر څنګ د 2001 كال له جولاى څخه بيا د 2005 كال تر نومبر پورې د بي بي سي راډيو د پښتو خپرونې د خبريال په توګه او دغه راز د 2003 كال له جون څخه بيا د 2005 كال تر نومبر پورې د مصر عربي جمهوريت راډيو په پښتو خپرونه كې هم كار كړى دى.

په مصر كې له دوولس كلونو تېرولو وروسته دى د 2005 كال د ديسمبر له 15 مې نېټې راهيسې په بېجېنګ كې د چين د نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره د پښتو ژبې د كارپوه او وياند په توګه كار كوي. پر راډيو او انټرنېټپاڼې له خپرونې مخكې له چيني ژبې څخه پښتو ته د ژباړل شوي متن بيا كتنې او اصلاح، د (پښتو هېندارې) درې مياشتنۍ جرېدې چمتو كونې او په راډيو د خبرونو لوستنې او د (موږ او اورېدونكي پرګرام) وړاندې كونې دنده پر غاړه لري. دى په پښتو، دري يا فارسي، عربي او انګريزي ژبو په روانه توګه خبرې كوي، په اردو ژبه هم غږېدى شي او او له چينايي ژبې سره بلدتيا لري. له سپورت او بدني روزنې سره مينه لري، فوټبال يې خوښېږي او هر وخت اروپايي او نړيوالې لوبې ګوري. پر انټرنېټ هر وخت ځان له خبرونو او نويو معلوماتو خبروي. په خوړو كې يې له پلو، ښوروا او سابه او په مېوو كې يې مڼې، انګور او مالټې خوښېږي.