<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-04 19:30:13    
ليو شيانګ يو ځل بيا د چين د اتلاتيک چارو لپاره ښه برياليتوب تر لاسه کړ

cri

 د اګست په يودېرشمه نېټه د جاپان د اوساکا د اتلاتيک يوولسمې دورې اتلولۍ د يو سل او لس ميترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستې په سيالۍ کې چينی لوبغاړي ليو شيانګ په دوولس اعشاريه پنځه نوی ثانيو طلايی مډال تر لاسه کړ. دا د اولمپيک په لوبو کې د لومړۍ ځای ګټلو او د نوی نړيوال ريکارډ له جوړولو وروسته، د ليو شيانګ لخوا يو ځل بيا د چين د اتلاتيک چارو لپاره يو لوی برياليتوب دی.

اوساکا د ليو شيانګ لپاره د نيکمرغۍ وړ ځای دی. له دغې اتلولۍ مخکې د ډېرو کسانو باور درلود چې ليو شيانګ به اتل شي. د سيالی په ترڅ کې د بېلا بېلو هېوادونو نندارچيانو د ليو شيانګ هڅونه وکړه. د اګست په يودېرشمه نېټه په د پای په سيالۍ کې ليو شيانګ يو ځل بيا په خپل وتلی توان لومړی ځای ونيو. د ده دغه طلايی مډال د اتلاتيک په اتلوليو کې د چينی نارينه لوبغاړيو لومړۍ طلايی مډال دی او په سږنی اتلولۍ کې د چينی لوبډلې لومړی طلای مډال هم دی. ليو شيانګ هم په دغه اتلولۍ کې لومړی اسيايی اتل دی. هغه په خوښی سره خبريالانو ته وويل

ډېر خوشحاله يم! دغه شان نړيواله اتلولی زما لپاره يوه لويه ازموينه ده، په سيالۍ کې زما سرعت ډېر چټک نه و، خو په وروستی برخه کې د نورو لوبغاړيو په پرتله لږ ګړندی وم. ښه دی ښه دی چې د اتلولۍ طلايی مډال مې تر لاسه کړ!

د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د چين د اتلاتيک لوبډلې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل. خو له يوويشتمې پېړۍ راهيسی، له لوبډلې څخه د هوانګ جن هونګ، وانګ جون شيا او چو يون شيا په شمول د زړو لوبغاړيو په وتلو سره، د چين د اتلاتيک په لوبډلو کې زاړه لوبغاړي موجود نه وو او ځوان لوبغاړی لا تر اوسه نه دي پاخه شوی، نو رقم يې په پراخه توګه ټيټ و. د اوساکا له سږنۍ اتلولۍ مخکې، چينی لوبغاړو په پر له پسې دريو دورو اتلوليو کې طلايی مډال نه دی تر لاسه کړی. خو ليو شيانګ د چينی لوبغاړو هيلې بيا رانژدۍ کړې.

اوس د چين د اتلاتيک چارو د يو نوی مخکښ په توګه، ليو شيانګ د ٢٠٠٤ کال د اتن په اولمپيک لوبو کې د يو سل او لس ميترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستې په سيالۍ کې طلايی مډال تر لاسه کړ او لومړی اسيايی لوبغاړی و چې د دغه پروګرام طلايی مډال يې وګاټه. په ٢٠٠٦ کال کې ليو شيانګ د دغه پروګرام نړيوال ريکارډ مات کړ. سږنی اتلولۍ د ليو شيانګ څلورمه اتلولۍ وه. د ٢٠٠١ کال په اتلولۍ کې هغه د پای په سيالی کې ګډون و نه شو کړی، د ٢٠٠٣ کال په اتلولۍ کې يې برونزی مډال تر لاسه کړ، د ٢٠٠٥ کال په اتلولۍ کې يې نقره يی مډال تر لاسه کړ او په سږنۍ اتلولۍ کې يې نور پرمختګ وکړ او طلايی مډال يې تر لاسه کړ. ليو شيانګ وويل

زما رقم کال په کال ښه شوی دی، ګام په ګام پرمختګ موندل زما لپاره يو ښه بهير دی. زه دغه شان احساسات غواړم او دا د خوښۍ وړ خبره ده.

سره له دې چې ليو شيانګ همداوس يو طلايی مډال تر لاسه کړ، خو پر ده فشار نه دی کم شوی، ځکه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې رانژدی کېږي. د اولمپيک په لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو په اړه د ليو شيانګ روزونکي سون های پينګ وويل پر ده فشار ډېر سخت دی. دی به په جدی رويه او علمی لارو چارو سره په سږنۍ اتلولۍ کې د نارينه لوبغاړيو وړتياوې وساتي. ښاغلي سون های پينګ وويل

د راتلونکی کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې برياليتوب تر لاسه کول زموږ وروستی موخه ده، کله چې دی طلايی مډال وګټي، نو بيا ويل کېږي چې زموږ دنده تر سره شوی ده. نو اوس موږ لا هم تر ستر فشار لاندی يوو او سر له ننه به موږ د اولمپيک لوبو لپاره په تياريانو پيل کوو.

اوس د ليو شيانګ لپاره په اتلولۍ کې اتل کېدل تاريخ وګرځېد، ايا دی به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې يو ځل بيا برياليتوب تر لاسه کړي که نه؟ موږ به ور ته سترګې په لار وو.