<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-04 18:13:23    
په چين کې د شيدو غواوو د روزلو له امله د بزګرانو دوديزې توليدی لارې چارې بدل شوې دي

cri
 زمونږ خبريال په وروستيو ورځو کې د چين د داخلی مغولستان، هه بی او شان شی په ولايتونو کې داسی حالت ليدلی چې د شېدو غواوو روزل د نويو کليوالو سيمو د پرمختګ په بهير کې مهم رول لوبوي چې له امله يې د زياتو بزګرانو دوديزې توليدی لارې چارې بدل شوې او د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ واټن کم شوی دی.

د چين په کليوالو سيمو کې ځمکه تل د بزګرانو د عايداتو سرچينه ده، نو بزګرانو د ښه حاصل د تر لاسه کولو لپاره په څلورو فصلونو کې دوديزې توليدې لارې چارې وکارولې، خو اوس يې د شيدو غواوو په روزلو بوخت دی چې دوديزې توليدې لارې چارې بدل شوې.

د داخلی مغولستان د هو هه هاو ته ښار د شاعرچين علاقه داری د شيدو غواوو د روزلو په برخه کې يوه مشهور علاقه داری ده. د دغې علاقه دارۍ مشر باو له ته خبريال ته وويل پخوا بزګرانو يوازی په خپلو ځمکو کې د غلودانو په توليدولو بوخت و، خو اوس د شيدو غواوو د روزلو له لاری فنی توان لوړ شوی دی.تر اوسه پوری په دغه علاقه دارۍ کې څه د پاسه شل زره بزګرانو ١٦ زره دغه ډول غواوې روزلې دي چې د شيدو غواوو روزل د دغې علاقه دارۍ عمده چارې دې.

د شيدو غواوو د روزلو له امله د بزګرانو عايدات تر لاسه شوي دي. د هه بی ولايت د شی جيا ځوان ښار د منګ ځوان کلی بزګر نه يوازی ١٢٠ شيدی غواوې روزلې، بلکې د دغه ډول غواوو د روزلو ځانګړی سيمه او د ماشينونو په کارولو سره د شيدو

توليدولو لپاره يې لوی تالار جوړ کړ او دغه راز يې غوره تجهيزات اخيستی دي چې د دغې سيمې د ٢٤٠ شيدو غواوو لپاره ځانګړی خدمتونه تر سره کړي او له امله يې کلنی عايدات يې يو لک او شپيته يوانو ته رسيدلی دی.

زمونږ خبريال په دغه سيمه کې داسی حالت ليدلی چې د شيدو غواوو د روزلو ټول بهير ريکارد په کمپيوتر کې زېمه شوی دی. ښاغلی منګ ون ځنګ خبريال ته وويل د کمپيوتر په کارولو سره د شيدو غواوو د روزلو بهير اداره کيږي چې له امله به يې د شيندو غواوو کيفيت لوړ شوی دی.

د شيدو غواوو د روزلو له امله د بزګرانو د ژوند لارې چارې هم بدل شوې دي.د دغه ډول غواوو د روزلو له لاری بزګران د کارکوونکيو په شان خپل ټاکلی شوی مهالويش لري. د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د ګو ځی بان کلی بزګر يون وي دونګ ١٢ شيدې غواوې روزي، نو هره ورځ سهار په پنځو بجو دی د شيدوپه توليدولو بوخت دی او په ٧ بجو غواوې روزي او له غرمې وروسته په پنځو بجو کې د دوهم ځل لپاره د شيدو په توليدولو لاس پوری کوي.

په همدی وخت کې شيدې غواوې روزونکی خپل مياشتنې معاش تر لاسه کوي.د شان شی ولايت د اي جو ښار د ځن چان کلی بزګر لو چو لاو هره مياشت کولی شی چې د شيدو غواوو توليدولو له مرکز څخه ثابت نغدی پيسی تر لاسه کړي چې کلنې عايدات يې يو لک او شپيته زره يوانو ته رسيدلی دی.