د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د وزيرانو په کچه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادی همکارۍ سازمان د نولسمې دورې دوه ورځنی غونډه د سپتمبر په پنځمه نېټه د استراليا په سيدنی کې پرانستل شوه. دغه غونډه به د دغه سازمان د مشرانو د پنځلسمې دورې نارسمی غونډې لپاره تياری ونيسي.
په دغه غونډه کې به برخوال استازي د نړيوال سوداګريز سازمان له دوحا خبرو اترو څخه د ملاتړ، د سمه ايز اقتصاد د يووالی، د بشرۍ امنيت، د اقليم بدلون، د ککړو شيانو د کمولو او د دغه سازمان د اصلاحاتو په اړه پر يو شمير مسئلو بحث وکړي.
د معلوماتو له مخې: د دغه سازمان د بېلا بېلو غړيو د بهرنيو او سوداګريزو چارو په اړه د وزيرانو په کچې چارواکيو او استازيو په دغه غونډه کې ګډون کړي.