د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په ٥ نېټه په کانبرا کې د استراليا د استازيو جرګی له مشر داويد هاوکر او د مشرانو جرګی له مشر الن فيرګوسن سره خبری اتری وکړی٠
رئيس هو جين تاو وويل د چين او استراليا ترمنځ سياسی متقابل اطمينان پياوړی شوی ، دواړو هېوادونو په اقتصادی او سوداګريزو برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکی په تاريخ کې په يوه ډېره ښه موده کې دی٠
داويد هاوکر وويل چين به د استراليا د لومړنی لوی سوداګريز همکار په توګه وګرځی او استراليا د يو چين د پېژندنی پر تګلاری ټينګار کوی٠
الن فيرګوسن وويل چی په تېرو څو کلونو کې د چين د ملی ولسی کانګرس او د استراليا پارلمان ترمنځ تګ را تګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ لپاره ګټور دی ، هغه هيله لری چی د دواړو هېوادونو د قانون جوړولو سازمانونه به په پر له پسی توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاری لپاره رول ولوبوی٠