
په چين کې د سان چي په نامه يو ډول طبي بوټي ډير کارول کيږي چې د جنوب لويديځ چين د يون نان ولايت د ون شان د جوان قوم په خپلواکه سيمه کې د دغو بوټو کرلو او د اړوندو درملو توليدولو په ساحه کې ستره پرمختيا موندل شوې ده .
سان چي په انګريزي ژبه پاناکس نوتوجينسنګ نوميږي او په چيني ژبه د شمير مانا لری يعنی سان درې چي اوه . د دغه ډول بوټي نوم له دې امله راځي چې هر بوټی درې ساقې او په هره ساقه باندي اوه پاڼې لری . ساقې او پاڼې د وينې جوړولو او بندولو ، د درد او پاړسوب لرې کولو رول لری . بای ياو چې د وينې بندولو لپاره ډير اغيزمن دی او سپين درمل نوميږی ځکه چې پوډر يي لږ څه سپين دی چې د سان چي لخوا جوړيږي . د يون نان ولايت ون شان د لمر وړانګو ، تودوخې ، اوبو او خاورو له پلوه د سان چي د کرلو لپاره ډير مساعد دی ، نو په دې سيمه کې د سان چي توليدي اندازه او کيفيت په هيواد کې لومړی ځاي نيسی. د اړوندو درملو د توليدي اډې د جوړولو لپاره ځايی حکومت درې سوه مليون يوانه پيسې لګولي دي . د يون نان دافن ګروپی شرکت چې په دې اډه کې له نورو تصديو مخکې جوړ شوی ، د علمي څيړنې ، د توليداتو چمتوالي او معاملې ، معلوماتو او اداري خدمت په شمول يوه ځانګړی تصدی ګرځيدلې ده . ددغه ګروپی شرکت مشر ښاغلي چن جون جيان وويل زموږ د شرکت پرمختيا له سان چي سره تړاو لری ، زموږ هدف دا دی چې د دغو بوټو له کرلو او چمتو کولو څخه د درملو او خوړو تر توليدولو او پلورلو پورې يو صنعتي ځينځير جوړ کړو.
څرنګه چې سان چي ډير ګټور نبات دی او پر درملو برسيره د خوړو او أرايشي وسايلو توليدولو په ساحه کې هم پرمختيايي راتلونکی لری ، ياد شوی شرکت له سان چي څخه هغه درملونه جوړ کړي دي چې د زړه ، مغز او وينې ناروغيو د درملنې لپاره کارول کيږي ، دغه راز نوموړی شرکت اوس په دې څيړنه بوخت دی چې د ځګر ، سترګو او د ښځينه ناروغيو د درملنې په ساحه کې اړوند درمل جوړ کړي .
زموږ خبريال د ون شان سيمې د پينګ باو په علاقه داری کې وليدل چې له وروستيو کلونو راهيسې بزګران د سان چي بوتو د کرلو له لارې شتمن شوي دي . ددوی په کليو کې دوه درې پوړيزې نوي ودانۍ قطار په قطار ولاړي دي او د بزګرانو په کورونو کې ګړندي موټرونه ، موټرسايکلونه او کوچني باروړونکي موټرونه ولاړ دي.
بزګر چن ګاو جو چې ديرش کلن دی ، اوس د لس مليون يوانو د جايداد خاوند دی
.
خبريال : ستاسی کورنۍ په څو هکتارو ځمکو کې سان چي روزی؟
بزګر چن: موږ در ې وروڼه د يو سل او ديرش هکتارو ځمکو سان چي روزو.
خبريال: ژوند مو څنګه دی ؟
بزګر چن : ژوند مو ډير ښه دی ، کور مو لس کاله مخکی د ولسوالۍ مرکز ته نقل کړ.
خبريال :تاسی درې تنه وروڼه څو ګړندي موټرونه لرئ؟
بزګر چن : هر تن يو موټر لرو.
خبريا ل خبر راوړ چې په ون شان کې د بزګر چن وروڼو په شان بډای شوي کورنۍ شل زره ته رسېدلي دي چې ټول يي د سان چي د روزلو له لارې شتمن شويدي .
اوس مهال په ون شان کې د سان چي معاملې نړيوال مرکز جوړ شو او تير کال د درې سوه درې اتيا مليون يوانو په ارزښت پنځه مليون کيلوګرامه سان چي معامله شوې
ده . برسيره پردې په همدی کال کې يو زر ټنه د سان چي اومه مواد نورو هيوادون ته صادر شوی دی.
د ون شان د سان چي ځانګړي توکي ادارې مشر وانګ چن بياو وويل په وروستيو کلونو کې د جاپان د کارپوهانو او پروفيسرانو ډله ، د تايلند د روغتيا وزارت چارواکي او د ويتنام ګوندي او حکومت پلاوي يا د علمي څيړنې ، يا د سان چي د کرلو او چمتو کولو په هکله د تجربو حاصولو او يا د ليدنې کتنې لپاره زموږ سيمې ته راغلي دي .
همدااوس مو يوه سندره واوريدله چې نوم يي و ، د سان چي ګليونو د غوړيدو په وخت کي ستاسي د راتګ انتظار کوم .ددې سندرې له نوم څخه ښکاري چې په چين کې د سان چي درمل توليدولو راتلونکی به لا ښه وی .