<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-05 17:57:17    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو به د اپيک په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په پنځمه نېټه له غرمی وروسته سيدني ته ورسيد او له استراليا څخه يې خپلې ليدنې ته دوام ورکړ. رئيس هو جين تاو به په سيدني کې د اپيک په پنځلسمه نا رسمی سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

له سيدني څخه د ليدنې په موده کې به رئيس هو جين تاو د استراليا له صدراعظم جان هاارود سره خبرې اترې وکړي، د أسيا او أرام سمندر سيمی د اقتصادي همکارۍ سازمان د نارسمی سرمشريزې غونډې، د مشرانو او د دغه سازمان د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د پوښتنو او پلټنی شورا د استازيو تر منځ د خبرو اترو، د دغه سازمان د سوداګريزو چارو د سرمشريزې غونډې په شمول په ځينو فعاليتونو کې ګډون وکړي. رئيس هو جين تاو به د أسيا او أرام سمندر سيمو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د بهير، د هوا بدلون، د نړۍ او دغه راز أسيا او أرام سمندر سيمی د اقتصاد په پرمختيا کې د موجودو مسئلو په هکله د چين دريځ او نظريی څرګندې کړي.