<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-05 18:08:22    
د ګوان جو ښار پر اوبو باندې د عامه ترانسيورت نوي منظره

cri

د ګوانګ جو ښار د چين په جنوب کې د ګوانګ تونګ ولايت مرکز دي او دغه ښار د جو جيان په نوم د يو لوي سيند په وسيلې په دريو برخو ويشل شوي دي ٠ د روان کال په اپريل کې د دغه ښار د ترانسپورتي ستونزې د کمښت له پاره د جو جيانک په سيند کې د جنوبي او شمالي دواړو غاړو ترمنځ د مسافر وړلونکيو ګړنديو بيړيو د تګ راتګ لار هواره شوې ده ٠ دغه ګړندۍ بيړۍ چې پر اوبو باندې بس هم ور ته وايي ، د ښار له اورګاډيو او د سړکونو له بسونو سره يي د دغه ښار عصري ترانسپورتي شبکه جوړه کړې ده ٠

د روان کال د اپريل د لسمې نېټې په سهار وختي د ګوانګ جو ښار په جو جيان سيند کې پر اوبو باندې لومړي ګړاندي بس په تګ راتګ پيل وکړ٠ دغه ګړندۍ بيړۍ چې پکې لس ګونه تنه خلک وړل شوي ، يوازي په نژدي ديرش دقيقو کې د دغه سيند له جنوبي غاړې څخه شمالي غاړې ته ورسيد ٠ خو که دغه سفر د موټر په سپرلۍ ترسره شوي واي ، نو د هغه له پاره لږ تر لږ پنځوس دقيقې په کار وي ٠ نو پر اوبو باندې دغه بس د ګوانګ جو ښار د زياتو اوسيدونکو ډيره علاقه او دلچسپۍ راجلبه کړې او زياته ستاينه يي هم حاصله کړې ده ٠ د دغه ښار اوسيدونکې ميرمن لي لي خبريال ته وويل چې اوس خلک ډير بوخت دي ، دغه ګړندۍ بيړۍ ډيره مساعده ده او د خلکو له پاره يي ډيرې اسانتياوي برابرې کړي دي ٠

په ګوانګ جو ښار کې د بيړيو له لارې د وړلو راوړلو چارې څه د پاسه سل کلن

تاريخ لري ٠ سږکال نهه څلويښت کلنه ميرمن لاي جيان فن پخوا د دغه ښار د مسافر وړونکي بيړۍ په يو بندر کې کار کاوه ، هغې وويل چې ما په دغه بندر کې د اوه ويشتو کالونو له پاره کار کړي دي ،په هغه وخت کې د بيړيو د سپرلي له پاره خلک ډير زيات وو٠ د مسافر وړونکيو بيړيو شرکت هره ورځ سل زره خلک منل٠ د دغه شرکت يو پخواني کارکوونکي خبريال ته وويل چې پخوا بار او مسافر وړونکې بيړۍ د ګوانګ جو ښار عمده ترانسپورتي وسيلې وې چې د مسافر د وړلو راوړلو ډيره اندازه له سل مليونو څخه هم اوښتي وه ٠

بايد وويل شي چې نوموړي حالت د وخت په تيريدو سره ورو ورو بدل شويد ي ٠ د تيرې پيرۍ له نهمې لسيزې څخه د دغه ښار د جو جيان سيند په اوږدو کې د پلونو ، تونلونو او د سړکونو په زياتوالي سره په دغه ښار کې ترانسپورتي چارو ستر پرمختګ کړي دي چې له امله يي له ١٩٩٣ کال څخه د بيړيو له لارې د وړلو راوړلو اندازه په چټکۍ سره کمه شوې ده ٠ خو د خوښې وړ بله خبره دا ده چې په دي وروستيو کلونو کې په دغه ښار کې موټرونه په چټکۍ سره زيات شوي چې له امله يي دسړکونو د بنديدو ستونزې مخ په سختيدو دي ٠ نو د ګوان جو ښاروالي کوشش کوي چې د جو جيان له سيند څخه په استفادې سره د اوبو نوي لاره پرانيزي٠ په ٢٠٠٦ کال کې د ګوان جو ښار د ولسي کانګرس ډيرو استازيو په ګډه سره وړانديز وکړ چې د دغه ښار په سند کې د اوبو بس په نامه د بيړيو تګ راتګ پيل شي چې د دغه ښار د اوسيدونکو له پاره نور زيات خدمتونه تر سره شي او د سړکونو ترانسپورتي فشارونه کم شي ٠ ښاغلي سون شه چې له نوموړو استازيو څخه يو دي ،

وويل چې زما په أند د ګوان جو ښار په جو جيانګ سيند کې د اوبو سيستم يوه ډيره ګټوره طبيعي سرچينه ده چې عامه تراسپورتي سيستم د پياوړي له پاره بايد په ښه توګه وکارول شي ٠

د روان کال د اپريل په لسمه نېټه په دغه ښار کې د اوبو بسونو لومړي ځل تګ راتګ په بريالي توګه ترسره شو چې له مخې يي په دغه ښار کې د اوبو ترانسپورتي چارو د پرمختګ په لار کې نوي پاڼه پرانستل شوه ٠ دغه راز د دغه ښار ښاروالي پلان لري چې تر ٢٠٢٠ کاله پوري به د جو جيان په سيند کې د مسافر وړونکو بيړيو بندرونه د اوس له اته ويښت څخه پنځه شپيته ته زيات شي ٠ د ګوانګ جو ښار د مسافر وړوتکو بيړيو د شرکت عمومي منيجير ښاغلي يوي هاو ژان وويل چې د اوبو په بس کې د سيند د دواړو غاړو ښکلي منظرې سيل کيږي ٠ ځيي اوسيدونکي هيله لري چې د اوبو د سيلانۍ بس د تګ راتګ لار هم پرانيزي چې د خلکو د سيلانۍ غوښتنه هم پوره شي ٠