<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-05 18:12:37    
د ٌ ده انګ ٌ قوم

cri

د چين د ٌ ده انګ ٌ قوم نفوس پنځلس زره تنه دی چه په عمده توګه د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په څو ولسواليو کښی اوسيږی٠ دا قوم خپله قومی ژبه لری ،خو قومی ليک دود نه لری ٠ د دی قوم خلک پر بوديزم باندی عقيده کوی٠

د ٌ ده انګ ٌ قوم هيوادوال په عمده توګه په کرنې بوخت دی او د چايو د بوټو په کرلو کښی لوی لاس لری٠ چای د ٌ ده انګ ٌ قوم د عائداتو عمده سرچينه ده٠ دغه راز د دی قوم خلک له باڼسو څخه ډول ډول کورنی سامانونه او ښکلی لاسی مصنوعات جوړولای شی٠ د چين د يوه بل قوم ٌ دای ٌ کلتور د ٌ ده انګ ٌ قوم پر کلتور باندی زياتې اغيزې کوی٠

ٌ ده انګ ٌ يو لرغونی قوم دی چه اسلاف يی ان په قبلالميلادی دوهمه پيړۍ کښی د ٌ نو جيانګ ٌ په نامه د يون نان ولايت د يوه ښکلی سيند په دواړو غاړو کښی ژوند کاوه٠ وايی چه ان د چين د ٌ تانګ ٌ له سلسلې يعنی ميلادی اوومې څخه دوی خاورينې لوښې پخولای شول او په ژوند کښی به يی له خاورينو لوښو څخه استفاده کوله٠

په تاريخ کښی ٌ ده انګ ٌ قوم د يون نان ولايت په لويديځه سيمه کښی د وسله والو قوتونو په وسيله باداری کوله او له دوولسمې پيړۍ نه تر پنځلسمې پيړۍ پوری د ٌ ده انګ ٌ قوم اسلافو د ٌ سيان چیٌ په نامه سلطنت جوړ کړی ؤ ٠

د چين د جنوبی سيمې د نورو زياتو قومونو په شان د ٌ ده انګ ٌ قوم د خلکو کورونه له باڼسو څخه جوړی شوی دوه پوړيزې ودانی دی ٠ د دی قوم خلک د چايو له څښلو سره شوق لری، وريجی ، جواری ، غنم او لوبيا د دوی عمده غله جات دی٠ څرنګه چه د ٌ ده انګ ٌ قوم هيوادوال پر بوديزم باندی عقيده لری او د بوديزم د دينی دکترين له مخی د ژويو وژلو ته اجازه نشته٠ نو د دی قوم خلک غوښی کمې خوری٠ د دې قوم خلک د زړو کسانو او مشرانو احترام کوی او په ځينو ځايونو کښی زړو کسانو ته د تحفې په توګه د ډوډۍ وړاندی کولو دود لا هم شته٠ هر کله چه د اوبو اختر رارسيږی، د کلی ټول کورونه پخې شوی خوندورې وريجی او سبزی د خپل کلی د هغه سپين ږيری يا سپين سری کور ته سپاری کوم چه عمر يی تر ټولو مشر دی٠

د ٌ ده انګ ٌ قوم د هيوادوالو ورځنی ژوند له بوديزم سره نژدی اړيکی لری٠ هلکان عمومأ د لسو کلونو په عمر کښی بايد بوداخانې يا بودايی مهبد ته داخل شی او بودا وګرځی چه بودائی معلومات زده کړی٠ پرته له لږ شمير هلکانو څخه اکثريت يی څو کاله وروسته له بوداخانې څخه وځی او بيا عادی ژوند تيروی ٠