<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-05 20:20:52    
چين د ماشومانو د ابتکاری فکر په اړه د روزنې لپاره کوشش کوي

cri

په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې د چين د ماشومانو د ابتکاری فکر لومړۍ مسابقه تر سره شوه چې په کې د ډله ايز پروګرام په توګه له کاغذی بکسونو څخه د جوړو شويو باسکلونو سيالۍ د بېلا بېلو ځايونو د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکو تاوده احساسات راجلب کړل.

ماشومانو د کلکو کاغذی بکس، يو چاقو، سريښناک پټۍ او تارونو څخه يو کاغذی باسکل جوړ کړ چې يو کس يې وړلی شوی او پر دغه باسکل يې پنځوس متره پرمخ حرکت کېدی شوی. د دغې مسابقې د جوړونې کميټې يو چارواکي ښاغلي لو فان هوا په خوشحالۍ سره وويل که څه هم د دغه ډول باسکل بڼه اسانه ده، خو هر يو د انحصار حق غوښتنه کولای شي. د ماشومانو عجيبې نظريو او خيالونو د مسابقې د منصفانو ستاينه تر لاسه کړه. د بيجينګ، شانګهای او نورو ځايونو يو زر او دوه سوه لوبغاړيو په دغه مسابقه کې ګډون وکړ چې عمرونه يې له اوو کلونو څخه تر اتلسو کلونو پوری وو.

د اختراع کارپوه وانګ يونګ مين چې پر کمپيوتر يې د ليکونو د تيپ يوه لاره اختراع کړې، په مسابقې کې غوره ماشومانو ته د جايزې ورکولو په مراسمو کې وويل زه ډېر خوشحاله يم چې ماشومان له کوچنيتوب څخه زيات ابتکاری توان لري او په چين کې د اختراعی چارو راتلونکی به ډېر پراخ وي.

په وروستيو کلونو کې د چين د زده کړی او روزنې په اړه اړوندو څانګو د ماشومانو د

ابتکاری فکر روزنې لپاره د ابتکاری مسابقو، د کارپوهانو د سمينار او د عکسونو

نندارتون په شمول رنګا رنګ فعاليتونه تر سره کړي چې د ماشومانو تر منځ ابتکاری فکر دود شي.

زيات ځيرک کسان د ماشومانو د ابتکاری فکر د پياوړتيا لپاره د زده کړی او روزنې ميکانيزم په هکله فکر کوي. ٢٠٠٦ کال د شان دونګ ولايت د دارلمعلمين په اړه يوه منځني ښوونځي زده کوونکي پان لي چيون د ترافيکي اشارو داسې څراغونه اختراع کړل چې د سترګو د رنګونو تر منځ د خنډونو مسئله حلولای شي. هغه په منځنيو ښونځيو کې د زده کوونکيو د ابتکاری پايلو په نړيوال نندارتون کې د نړيوال غښتلی پروګرام جايزه تر لاسه کړه او له دې امله نوموړی د شان دونګ پوهنتون له خوا ومنل شو. د ده په شان په چين کې اوس لا زيات ماشومان د ابتکار او اختراع له امله خپل غښتلی توان ښکاروی.

د چين د روزنې ټولنې دايمی مرستيال ګو يونګ فو وويل د ابتکاری هېواد أبادی يو سيستماتيک پلان دی، حکومت او ټوله ټولنه په دې اړه ګډ کوششونه کوي چې د ماشومانو د ابتکاری فکر تاوده احساسات وهڅوي او د هېواد لپاره استعداد لرونکی کسان وروزي.

په بېلا بېلو ابتکاری فعاليتونو کې ماشومانو نه يوازی له ابتکاری فکر سره علاقه موندلی بلکی د پوهنې تمليکی حق ساتنې په هکله يې معلومات هم تر لاسه کړی دی.

د دغې مسابقې د جايزې ورکولو په مراسمو کې په سل ګونو زده کوونکيو د چين د ځوانانو او ماشومانو له خوا د پوهنې تمليکی حق ساتلو اعلاميې په اړه وينا وکړه او ويې ويل چې د چين ځوانان او ماشومان به لاس په لاس د ابتکاری پايلی درناوی وکړي، د پوهنې تمليکی حق وساتي او پر دغه حق د تيری عملونو پر ضد به مبارزه وکړي.