<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-05 20:28:36    
خوشحال تايب

cri

خوشحال تايب د١٩٧١ زيږيز کال د مارچ په دريمه نيټه د افغانستان د لوګر ولايت د پادخواب شانې کلي په يوه روښانه او منوره کورنۍ کې دغې نړۍ ته سترګې پرانيستې،د همدې کلي په منځني ښوونځي کې يې تر څلورم ټولګي پورې زده کړې وکړې،وروسته بيا کابل ته ولاړ او د مريم له منځني ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته د نادريې ليسې ته ولاړ او دولسم ټولګی يې هلته پاي ته ورساوو،د حالاتو د خرابوالي له امله ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شو،او هلته يې د کرنې په پوهنځي کې زده کړې وکړې،کله چې تر فراغت وروسته هېواد ته راستون شو نو په افغانستان کې د خپلمنځي جګړو اور بل وو،او د کار کولو زمينه هم ورته برابره نشوه،نو بيا يې هم د درمل جوړولو يا فارمسي په څانګه کې زده کړو ته دوام ورکړ،په نوموړي پوهنځي کې يې هم زده کړې پاي ته ورسولې،او په ٢٠٠١ کال کې يې د صبح بخير او ماښام پخير افغانستان له خپرونو سره د خبريال په توګه په کار پيل وکړ،چې بيا د ٢٠٠٦ ميلادي کال تر پيل پورې په همدې راديويي خپرونو کې د پښتو څانګې د جوړونکي يا اديتور په توګه پاتې شو،دغه راز په هغه بهير کې يې د لنډو ژورناليستيکي زده کړو لپاره دنمارک ته يو سفر هم وکړ،د ٢٠٠٦ کال د فبرورۍ په مياشت کې يې د چين د نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره د کارپوه يا متخصص او وياند په توګه په کار پيل کړی،د راډيو او ويبپاڼې لپاره د چيني مطلبونو تر ژباړنې وروسته د هغود اصلاح او کتنې،د بهرنيان په چين کې د پروګرام چلونه،شينجيانګ ته کتنې پروګرام پرمخ بيول او د خبرونو او تبصرو لوستلو دندې پر غاړه لري.دغه راز ځوانو کارکوونکيو ته د پښتو ژبې زده کړه ورکول هم د هغه له دندو څخه ده.

خوشحال تايب واده کړی او بچييان هم لري،په پښتو،دري(فارسي)،انګليسي،او اردو روانې خبرې کولای شي،او اوس مهال له چيني ژبې سره هم تر ډېره بلد شوی دی،له عربي ژبې سره هم يو څه بلدتيا لري،تل د انترنت او راډيو له لارې د نړۍ له ورځنيو چارو او پيښو څخه ځان با خبره ساتي،او کله کله هم په ځينو موضوعاتو ليکنې کوي،سپورتي لوبې يې ډېرې خوښی دي،اوس مهال ځينې أزاد ورزشونه پر مخ بيايي خو وړاندې تر دې يې په منظم ډول يو ورزش کاوو،ښه خواړه يې زيات خوښيږي،د بيلګې په توګه کباب،پلو،منتو،او يو شمېر چيني خواړه يې ډېر خوښ دي.د تازه او وچو ميوو سره هم ځانګړې مينه لري.

خوشحال تايب تل د دوستۍ ټينګ ساتلو ته ډېره پاملرنه کوي.


1 2