<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 12:31:08    
رئيس هو جين تاو د استراليا له صدراعظم سره خبرې اترې وکړې.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په شپږمه نېټه په سيدني کې د استراليا له صدراعظم جون هوارد سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او د ګډې علاقه وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او پراخې نظريې يې تر لاسه کړې.

له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په يوه مطبوعاتی غونډه کې د دغو خبرو اترو د پايلو پيژندنه وکړه او په ګډه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ ستاينه وکړه. رئيس هو جين تاو وويل: که څه هم چين او استراليا بېلا بېل دولتی حالات لري، خو دواړه هېوادونه په پراخو ساحو کې ګډې ګټې لري. موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديالوګ ستراتيژيک نظام جوړ کړو چې د دغه نظام له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګ شي او د ګډې علاقه وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه خپلمنځۍ همغږی او ډيالوګ پياوړی کړي.

صدراعظم هوارد د چين د پرمختګ او په تېرو لسو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز او اقتصادی تګ راتګ لوړه ستاينه وکړه.

له دغو خبرو اترو وروسته ، دواړو مشرانو په ګډه د سوداګری او اقتصاد، عدليې، انرژۍ او زيرمو په ساحو کې د همکارۍ تړونونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ او دواړو هېوادونو د اقليم د بدلون او د انرژۍ په اړه هم يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.