<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 13:25:06    
رئيس هو جين تاو د چين د توليداتو کيفيت او د خوراکونو د امنيت په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړ.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په شپږمه نېټه د استراليا په سيدنی کې څرګنده کړه: د توليداتو کيفيت او د خوراکونو د امنيتی سويې لوړتيا د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده او چين هيله لري چې له اړوندو خواوو سره يو ځای د توليداتو کيفيت د څارنې او ادارې په ساحه کې همکاری وکړي او د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځنی سوداګريزې او اقتصادی اړيکې ټينګې کړي.

رئيس هو جين تاو وويل: د چين حکومت تل د توليداتو کيفيت او د خوراکونو امنيت ته ارزښت ورکوي. موږ په بېلا بېلو توليدی ساحو کې د څارنې او اداری جدی تګلارې پلی کړي دی. دغه راز په چين کې د توليداتو کيفيت او د خوراکونو د امنيت د څارنې سيستم جوړ شوی دی. د بېلګې په توګه له ٢٠٠٤ کال څخه د روان کال تر لومړی نيمې پورې، امريکا، جاپان او اروپايې ټولنې ته د چين لخوا په صادرو شويو خوراکي توکيو کې نهه نوی سلنه برخه نړيوال معيار ته رسيدلی دی.

د چين د توليداتو د کيفيت او د خوراکونو د امنيت په اړه د يو شمير خبري رسنيو د شکونو په مقابل کې هو جين تاو وويل: د چين حکومت دغو شکونو ته ډېره پاملرنه کوي، او په جدی توګه يې پلټنې کړې او هغو تصديو ته سزا ورکوي چې د توليداتو کيفيت يې له ټاکلي معيار سره سمون نه لري. دغه راز د چين حکومت د توليداتو کيفيت او د خوارکونو د امنيت ساتلو لپاره يو لړ مهم تدبيرونه هم نيولی دی.