د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادی او همکارۍ سازمان د سوداګريزو چارو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د سپتمبر په شپږمه نېټه د استراليا په سيدنی کې پرانستل شوه. برخوال به د سوداګرۍ او اقتصاد د يو ځای کېدو او د اقليم د بدلون په ګډون پر يو لړ مسئلو بحث وکړي.
د چين د دولت رئيس هو جين تاو په دغه غونډه کې د هراړخيزی همکارۍ پياوړتيا او د پر له پسی پرمختګ په اړه يوه وينا وکړه چې د نړۍ او دغه راز اسيا او ارام سمندر سيمې په اقتصادی پرمختګ کې يې د يو لړ مسئلو په اړه د چين دريځونه بيان کړل.
رئيس هو جين تاو پنځه وړانديزونه وکړل او ويې ويل چې بېلا بېلی خواوی بايد د نړيوال اقتصاد د برابر پرمختګ، د څو اړخيزې سوداګرۍ د سالم نظام جوړولو، د انرژۍ د عرضې پوره کولو، د چاپيريال ساتنې او د ساينس او تکنولوژۍ او پوهنی د پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.
رئيس هو جين تاو پر دې ټينګار وکړ چې چين به د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ د پر له پسی پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.
د اقليم د بدلون د مسئلې په اړه رئيس هو جين تاو وويل: د چين حکومت د دغې مسئلې د ښه والي لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی او چين غواړی د اقليم د بدلون د مخنيوی لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاری وکړي.
دغه راز هغه زياته کړه: چين د صادراتي توليداتو کيفيت او امنيت ته رازښت ورکوي. د چين حکومت د توليداتو د توليد، دودولو ، صادراتو او وارداتو په ساحو کې د قانون جوړولو او پلی کولو، څارنې او اداری د پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی.چين غواړی له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د توليداتو د کيفيت او امنيت د تامينولو په ساحه کې لا ښه همکاری وکړي او په نړيواله سوداګرۍ کې د توليداتو د کيفيت سويې د لوړتيا لپاره هڅې وکړي.