د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د المان حکومت د سپتمبر په پنځمه نېټه پريکړه وکړه چې په ٢٠٠٨ کال کې له افغانستان سره د مالی مرستو ارزښت له سل مليون يورو نه يو سل او پنځه ويشت مليون يورو ته زيات کړي.
د دغه هېواد د پارلمان غونډې له خوا د افغانستان د حالاتو په اړه له کلني راپور سره سم، د افغانستان د مسئلې حل و فصل يوه ساده لار نه ده، نو دغه حکومت چمتو دی چې له افغانستان سره دايمی مرسته وکړي. په راتلونکی کې به المان د ملکی چارو د بيا رغونی او د هېواد د پرمختګ په ساحو کې له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي.