<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 19:22:36    
د ځناورو بيولوژيکی ساعت

cri

په دوبنی ماښام کې د تيارو د رارسيدو سره سم ناڅاپه په أسمان کې ډېر زيات ډول ډول پتنګان هری خوا ته له غرنيو سيمو يا ګڼو ونو څخه الوزی راالوزی ، دغه راز په همدی وخت کې په غرنيو کليو او بانډو کې د کونګانو غمجن اواز هم اوريدل کيږی٠ همدا شان سهار وختی چرګان اذان کوی او ورپسی هيلی او ډول ډول مرغان هم له خوبه راويښيږی٠ لوی طبيعت د هر ځناور لپاره يو مهال ويش برابر کړی دی٠ مثلا غوا او پسه د ورځې فعاليت کوی خو پيشو په ورځ کې خوب کوی او د شپې له خوا کار کوی، موږک هم په شپه کې خوراک پيدا کوی بر سيره پر دی حيوانات نه يوازی ساعت، بلکی د ژوند پروګرام هم پيژنی٠ د بېلګې په توګه د ژمی له رارسيدو مخکې توتکۍ د يخنی د تيريدو لپاره له چين څخه هند، اندونيزيا او استراليا ته الوزی او د پسرلی په فصل کې د فبروری په مياشت کې بيا په ډله ايز ډول بيرته د جنوبی چين ګوانګ دونګ ولايت ته راالوزی او ورپسی د مارچ په مياشت کې د ختيځ چين جه جيانګ او فو جيان او د اپريل په مياشت کې د چين شمال ته رسيږی٠ هر کال خړ نهنګان له شمالی منجمد سمندر څخه د مکسيکو د لری کارفورنيا ټاپووزمی سواحلو ته رسيږی ځکه چی دوی د يخنی د تيريدو لپاره له شمالی منجمد سمندر څخه هر ساعت د شپږو زرو څلورو سوو مترو په سرعت د برلينګ بحيری ابنا او د ارام سمندر په تيريدو سره د فبروری په لومړيو ورځو کې مکسيکو ته رسيږی چی د لامبو وهلو واټن يی له لسو زرو کيلومترو څخه اوچت دی٠ عجيبه خبره خو دا ده چې هر کال مکسيکو ته ددوی د رسيدو ورځ تقريبا يو شان ده٠ هر کال د مې په مياشت کې د سپوږمی د بشپړتيا په وخت کې امريکا ته نژدی د ارام سمندر په سواحلو کې ډېر جګ مدار رامنځته کيږی او يو ډول کربوړی چی په بريتانيا کې په ژره وايت بايت ياديږی او سپين ځلښت لری، د څپو سره سمندری سواحلو ته پورته کيږی او له تکثير وروسته د څپو سره بيرته سمندر ته ځی ٠ ولی توتکی او خړ نهنګ له اوږد سفر وروسته په ټاکلی وخت کې خپل منزل ته رسيږی، ولی سپين کربوړی هر کال د څپو په واسطه سواحلو ته د تکثير لپاره پوری وزی ؟ په اصل کې د حيواناتو په وجود کې بيولوژيکی ساعت موجود دی٠ د عالمانو په نظر بيولوژيکی ساعت د هورمون او د مرکزی أعصابو د سيستم له لاری رول لوبوی٠ خو د بېلا بېلو حيواناتو په وجود کې د بيولوژيکی ساعت موقيعت هم بيل دی٠ د وروستيو کشفونو له مخی د مرغانو او تی لرونکو حيواناتو په وجود کې بيولوژيکی ساعت د مغز په لاندينی برخه کې موجود دی چی ځينی يی د شپی ورځی سره سم ورځنی ساعت او ځينی د څپو له مخی څپه ايز ساعت او ځينی نور يی د ځمکی د حرکت او يا د فصلونو د تبدلون سره سم کلنی ساعت لری٠ ددی بيولوژيکی ساعت د أسرارو د کشفولو له لاری د کورنيو مرغانو او څارويو وده او تکثير تر کنترول لاندی راوستلی شی٠ د بېلګې په توګه ولی د دوبی په فصل کې چرګانې زياتی هګی اچوی ؟ ددی لپاره چی چرګانی په نورو فصلونو کې لاهم زياتی هګی واچوی، نو بايد د چرګانو په فارم کې به د څراغونو د بليدو وخت اوږد شی ، ځکه چی چرګانی نه پوهيږی چی دوبی لا ختم شوی وی، نو هګی اچولو ته دوام ورکوی٠ د نورو حيواناتو د تکثيرولو لپاره هم داسی طريقه استعماليږی٠ د بيولوژيکی ساعت څيړنه د مضرو خزندو د کنترول لپاره هم ډېره ګټوره ده ٠ نن ورځ عالمان د مچيو او غوماشو او په کرنه کې د مضرو خزندو د

بيولوژيکی ساعتونو د تنظيمولو په څيړنه بوخت دی څو چی دغه مضری خزندی د وخت د پوهيدو له لاری انسانانو او کرنيزو توليداتو ته ددوی ضرورونه او زيانونه کم شی٠