<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 19:22:37    
د استراليا په سيدني کې د چين د دولت رييس هو جين تاو د وينا لنډيز

cri

د أسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ اپيک سازمان د سوداګريزو چارو د سرمشريزې غونډې د پرانستنې مراسم د سپتمبر په شپږمه نېټه د استراليا د سيدني د اوپيرا په تياتر کې ترسره شول . د دغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې به د دغه سازمان غړي د صنعتي او سوداګريزو ټولنو له اړوندو شخصيتونو سره د اقتصاد ، سوداګرۍ ، انرژۍ ، چاپيريال ، اقليمي بدلون او د سيمې نورو پيچلو مسئلو په هکله خبرې وکړي او د دغو مسئلو د حل لاره به ولټوي . د چين د دولت رييس هو جين تاو ددې غونډې د پرانستنې په مراسمو کې د هراړخيزې همکارۍ د نژدېوالي او د دواملرونکي پرمختګ د چټکتيا په عنوان يوه وينا وکړه او د نړۍ او سيمې د اقتصادي پرمختګ په بهير کې يې د رامنځته شويو سختو مسئلو په هکله د چين دريځ بيان کړ.

د استراليا لوړپوړيو چارواکيو او د سيمې د صنعتي او سوداګريزو ټولنو پنځه سوه تنو شخصيتونو د رييس هو جين تاو وينا واوريده.

اوس مهال نړيوال اقتصاد د ژور بدلون په حال کې دی او د فرصت او ننګونې د شتون تر څنګ د راتلونکي پرمختګ دواملرونکې ساتنه يوه جدي او مهمه موضوع ده . د سيمې او نړۍ د راتلونکي پرمختګ د ساتنې لپاره رييس هو جين تاو پنځه وړانديزونه وکړل .ده وويل چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ برابرول د راتلونکي پرمختګ د ساتنې مهم بنسټ ، د څواړخيزي سوداګرۍ د سالم نظام جوړول يو مهم ضمانت ،د انرژۍ عرضې پوره کول يوه مهمه زمينه ده ، د ښه طبيعي چاپيريال ساتل يو مهم شرط او علمي او تخنيکي ابتکار او نوښت او د ښوونې سمسورتيا يو خوځونکی

ځواک دی .

رييس هو جين تاو په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کولو له ٢٩ کلونو راهيسې تر لاسه شوي ستر برياليتوبونه او د نړيوال اقتصاد پر پرمختګ باندي د چين مهمې اغيزې ګډون کوونکو ته وروپيژندلې او و يي ويل حقيقتونو دا ثابته کړې چې د چين د اقتصاد سالم پرمختګ نه يوازی ټولو هيوادوالو ته ګټه رسولې ، بلکې د نورو هيوادونو لپاره يي ستر سوداګريز فرصتونه هم برابر کړي او د نړيوال اقتصاد پرمختګ يي چټک کړی دی. ده پر دی ټينګار وکړ چې چين به د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي.ده وويل چين به د زياتو ګټو اخيستلو ، د انرژۍ کمولو او چاپيريال ته د کمې ککړتيا رسولو پر بنسټ د خپل هيواد د عصري کيدو پر هغه نوي لار پرمختګ وکړي چې د دواملرونکي پرمختګ سره سم مناسبه توليدي او مصرفي بڼه غوره کړي. چين به په پر له پسې ډول د متقابلو ګټوپر بنسټ پرانستې ستراتيژی پلی کړي ، د عدالت ، روڼوالي ، معقوليت او د نه توپير پر بنسټ د څواړخيز سوداګريز نظام جوړولو ملاتړ به وکړي. چين به خپل واردات پراخ کړي ، د پوهني ملکيت حق د ساتنې او د صادراتو او وارداتو د برابر پرمختګ لپاره کوشش وکړي.

د توليد کيفيت او د خوړو امنيت په هکله رييس هو جين تاود چين غوښتنې وړاندې کړې او و يي وويل چين د صادراتي توکيو کيفيت او امنيت ته په درنه سترګه ګوري او د قانون جوړولو ، پلي کولو ، پلټلواو اداره کولو په ساحو کې ډير مسئولانه رويه غوره کوي .چين غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځاي د توليد کيفيت او امنيت په هکله همکاری سره نژدې کړي او په نړيواله سوداګرۍ کې د توليد کيفيت د لوړولو

لپاره ګډه هڅه وکړي .

رييس هو جين تاو د خپلې وينا په پاي کې وويل چې د ګډ پرمختګ دوام د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ پيل او هدف دی. ده وويل زه باور لرم چې يوازی له فرصت څخه په ګټې ، د همکارۍ د ژورتيا او ګډ کوشش له لارې د أسيا او ارام سمندر سيمې د غوره پرمختګ راتلونکی ساتلی شو.