<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 19:56:47    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره وکتل

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په شپږمه نېټه په سيدني کې د امريکا له ولسمشر جورج بوش سره وکتل چې د أسيا او أرام سمندر سيمی د اقتصادي همکارۍ سازمان په پنځلسمه نارسمی سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي.

رئيس هو جين تاو وويل په وروستۍ موده کې د چين او امريکا تر منځ اړېکو فعال پرمختګ کړی، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ تګ را تګ زيات شوی، د ستراتيژيک اقتصاد په اړه خبرې اترې او ستراتيژيکی خبرې اترې په بريالې توګه تر سره شوي، په بيلا بيلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ټينګه شوې او په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو کې د دواړو خواوو تر منځ ښه همغږې او تګ را تګ شوي دي. جورج بوش د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکيو په هکله د رئيس هو جين تاو له نظريی سره موافقه وکړه.

د تايوان مسئلی په هکله رئيس هو جين تاو وويل د تايوان حکومت د بيلا بيلو خواووله خبرداريو څخه سترګې پټوي او غواړی د م م د غړيتوب تر لاسه کولو لپاره رايی ورکونه تر سره کړي او د تايوان په نامه يې په م م کې د ګډون غوښتنې وړاندې کولو په شمول د تايوان د بېلتون غوښتنې فعاليتونه تر سره کړي. موږ بايد د تايوان حکومت ته په لا نوره سخته توګه خبرداری ورکړو چې د تايوان بېلتون غوښتنې لپاره به هر ډول فعاليت بی پايلی وي.

جورج بوش وويل امريکا د يو چين پيژندلو پر تګلاری ټينګار کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ درې ګډې اعلاميې مراعاتوي او د تايوان تنګی د اوسنی حالت بدلولو لپاره له هر ډول يو اړخيز فعاليت سره مخالفت کوي. په م م کې د تايوان د ګډون په اړه د رايی ورکونې په هکله جورج بوش وويل د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مرستيال جون نيګروپونتي د حکومت په استازيتوب هغه دريځ څرګند کړی چې د ده هېواد له رايی ورکونې سره مخالفت کوي. امريکا به دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي او غواړی چې له چين سره خپله نژدی همغږی وساتي.