<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-07 15:15:16    
هو جين تاو د کوريا جمهوريت او پيرو په ګډون د څو هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په اوومه نېټه په سيدنی کې په جلا جلا توګه د کوريا جمهوريت له ولسمشر رو همو هيون، د پيرو له ولسمشر الان ګارسيا پريز او د پاپواګينې له صدراعظم مايکل سومار سره خبرې اترې وکړې.

رئيس هو جين تاو د کوريا جمهوريت له ولسمشر رو همو هيون سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل: د بېلابېلو خواوو د کوښښونو په ځواک د شپږاړخيزو خبرو اترو بهير چټک پرمختګ کړی چې د راتلونکو کارونو لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده .رو همو هيون څرګنده کړه: خبرې اترې د کوريا ټاپووزمی د ذروی مسئلې د حل وفصل لپاره يوه ډېره ښه لار ده. چين د رئيسه هېواد په توګه په دغه بهير کې مهم رول لوبولی دی.

رئيس هو جين تاو د پيرو له ولسمشرالان ګارسيا سره د کتنې په ترڅ کې وويل: د چين او پيرو ترمنځ د اړيکو ټينګيدل نه يوازی د دوړاو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون خوري، بلکې د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره هم ګټور دی. ولسمشر ګارسيا څرګنده کړه:پيرو تل د يو چين پېژندلو پر دريځ ټينګار کوي او هم دغه دريځ د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوی دی.

د پاپواګينې له صدراعظم مايکل سوماري سره د کتنې په وخت کې هو جين تاو وويل: چين به په پر له پسی توګه د دغه هېواد له جوړولو او پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.