<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-07 18:37:36    
ديم

cri
د بهرنيان په چين کې د پروګرام خوږو او عزتمندو اوريدونکو په سلامونو مو ستايم،هيله ده چې د ژوند په ټولو چارو کې بريالي،او له خوښۍ څخه يو ډک ژوند مو په برخه وي،دا دی نن يو ځل بيا زه خوشحال تايب د بهرنيان په چين کې د لړۍد يو بل پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم،هيله ده چې نننی پروګرام ستاسو د خوښې او پام وړ وګرځي،درنو دوستانو د تېرې اونۍ په پروګرام کې مې له يو تن په خټه افغان کاناډايي سره د مرکې ځينې برخې دراورولې وې،چې اوس مهال دلته په بيجينګ کې ژوند کوي،او تر دې دمه يې درې ځلې چين ته سفرونه کړي،چې په بهير کې يې خوږې خاطرې هم ورپه برخه شويدي،نواوس به له خپلې ژمنې سره سم تاسو خوږو او عزتمندو اورېدونکيو د ښاغلي عبدالقيوم نديم د مرکې پاتې برخې درواورم،ښاغلی نديم وايي چې ده امريکايي،اروپايي او آسيايي هېوادونو ته زيات سفرونه کړيدي،خو په چين کې يې د خلکو چال چلند ډېر غوره او د پام وړ وموند،دی وايي:

زه په جنوبي او شمالي امريکا کې اوسېدلی يم،دغه راز د مرکزي امريکا هېوادونو،اروپا،عربي هېوادونو او نورو مختلفو سيمو ته هم تللی يم،خو هغه څه چې ما په چين کې وليدل له نور هغو سره يې زيات توپير درلود،چينايان ډېر سوله خوښونکي خلک دي،ما پدې دومره وخت کې چې په چين کې تېر کړی دوه تنه چينايان هم ندي ليدلي چې په خپل منځ کې شخړه يا جګړه سره وکړي،حال دا چې په نړۍ کې تر ټولو د لوی شمېر وګړو خاوند هېواد هم دی،يو ځل مې داسې پيښه هم وليدله چې دوه موټرونو ټکر سره وکړ او د دواړو موټرونو خاوندان له خپلو موټرو راووتل او يو بل ته يې خندل چې هغه کار ما ته په ريښتينې توګه د حيرانتيا وړ وو،

درنو اورېدونکيو ما په تېرو پروګرامونو کې هم تاسو ته ويلي وو،چې کله ما ددې پروګرام لپاره د ځينو بهرنيانو سره مرکې کړي نو زياترو يې دا راته ويلي،هغه څه يې چې مخکې د چين په اړه اوريدلي وو،له هغه سره زيات توپير لري چې دلته يې پخپلو سترګو ويني،مانا دا چې هغوی ته د چين په هکله يو ناسم او له واقيعت څخه لېرې انځورونه ورکول شویدي،ښاغلی نديم هم يو له هغو څخه دی،او وايي هغه څه يې چې د چين په هکله اوريدلي و،له هغه څه سره په بشپړه توپير لري چې دی يې پخپلو سترګو ويني:

مخکې لدې چې چين ته راشم د چين په هکله مو عجيب او غريب شيان اوريدلي و،خو کله چې راغلم هر څه برعکس د هغو ټولو خبرو وو.

اوس مهال په چين کې د هان قوم سربېره چې پدې هېواد کې تر ټولو لوي قوم دی شاوخوا شپږپنځوس لږکۍ قومونه هم شته،چې زياتره يې د بيلابيلو دينونو او مذهبونو لارويان دي،خو په ټولنيز ژوند کې له يو بل سره په ډېرې خوښۍ سره اوسيږي،او تل يو بل ته درناوی لري،له ښاعلي ارماني څخه مې دې هکله وپوښتل چې دی يو خو مسلمان دی،آيا په چين کې د اوسيدو په موده کې يې د نورو دينونو او مذهبونو د لارويانو له خوا کوم منفي غبرګون ليدلی که نه؟ نو داسې ځواب يې راکړ:

چين د کلتور،ژبو او دينونو له پلوه د يو سمندر په شان پراخ دی،خو ما دلته هيڅ ډول توکم پالنه،او يا هم د ژبو ،لږکيو او مذهبونو ترمنځ کوم اختلاف ندی ليدلی،ټول له يو بل سره د وروڼو په شان ژوند کوي،چينايان يو ملت دی خو ډېر مذهبونه او ژبې پکې شته.چې دا د دوی يو ښکلی او د يادولو وړ صفت دی،دلته زياتره خلک د خپل کار ژوند او د هېواد د پرمختګ په هکله فکر کوي،او ځان له سياست او سياسي چارو څخه لېرې ساتي.

له ښاغلي نديم څخه مې د چيني خوراکونو په هکله وپوښتل چې څومره ورسره بلد شوی او خوښيږي يې که نه؟ځکه په چين کې په زرګونو ډوله بيلابيل خوراکونه شته چې د نورې نړۍ له خوراکونو سره په بشپړه توګه توپير لري،نوموړي راته وويل چې ډېر شمېر چيني خواړه يې خوښ شويدي،خو ځينې داسې خوراکونه يې هم ليدلي چې ورسره عادت ندی:

د خوراکونو له پلوه هم چين يو سمندر دی،هر ډول خواړه چې تاسې وغواړی دلته په چين کې يې موندلی شئ،خو يو شی چې په چينی خوړو کې زيات استعماليږي هغه د خوګ غوښه ده،او کله چې چينايان پوه شي چې کوم تن د خوګ غوښه نه خوري نو هغوي ته نور بيلابېل ډوله خوراکونه راوړي،د بېلګې په توګه سمندري خواړه چې دلته په چين کې ډېر زيات دي

.ښاغلي عبدالقيوم آرماني پدې هکله داسې زياته کړه:

دلته ډېر خوراکونه شته،خو زما زياتره د دوی له مرچکو سره چرګان،کبابونه خوښيږي،دلته د مسلمانانو ډېر خوړن ځايونه يا رستورانتونه شته،چې تل کلمه شريفه پرې ليکل شوي وي،او په هغو کې ډېری خوراکونه زموږ خوراکونو ته ورته دي.زه په ټوليزه توګه ويلی شم چې داسې خوراکونه شته چې ډېر مې خوښ شوي،خو داسې خواړه هم شته چې موږ ورسره عادت نه يو.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پاي ته په رسېدو کې دی نو خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.