<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-07 18:43:51    
د چونګ چينګ ښار (٢)

cri

چونګ چينګ يو داسی غرنی او ځانګړی بندری ښار دی چی د څه د پاسه درو زرو کلونو تاريخ او لرغونی کلتور لری . نو له دی امله په ١٩٨٦ کال کی د چين د دولتی شورا لخوا چونګ جينګ د دولت په کچه د مشهور تاريخی او کلتوری ښار په توګه اعلان شو٠ دچونګ چينګ په ښار او شاوخوا سيمه کی د((وو شان )) په غره کی دقديمی انسانانو د فوسيلونو او هډوکو راپاتی ځای ، د ((دياو يو چنګ )) د پخوانی جنګی ميدان راپاتی ځای او داسی نور تاريخی ځايونه ډير شهرت لری . له دی امله چی چونګ چينګ د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه دمخه د ګومينګدانګ ګوند د پخوانی حکومت موقتی مرکز و ، نو هلته د پخوانی حکومت د مشر جيانګ کای شيک ، دده د ميرمن سونګ می لينګ او د نورو مهمو اولوړو حکومتی مامورينو مقرونه او په چين کی د امريکی د پخوانی پوځی پلاوي هستوګنځی ليدل کيږی . دغه شان په هماغه وخت کی د فقيد ملګری جونلای په مشرۍ د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې په اړه د چين د جنوبی سيمو د چارو دفتر هم په نوموړی ښار کی واقع و او تر اوسه پوری يی زيات اړوند انقلابی او تاريخی ځايونه او کلتوری اثار ښه ساتل کيږی .

د چونګ چينګ لرغونی ښار د يانځی سيند په پاسنی برخه کی يو بندر دی او د يانځی سيند او د جيا لين سيند د اوبو د يوځای کيدو د

ټاپوزمی په غونډيو کی موقعيت لری ، نو په دی توګه په دی ښار کی ودانی او کورونه د غونډيو په لمنو کی جوړ شوی او د غرنی ښار په توګه يی خاصې او ځانګړی منظری د خلکو ترسترګو کيږی . دغه راز نوموړی ښار د دريو تنګيو د پروژی په شمول غنی توريستی زيرمې لری چی د چين د مهمو سيلانی سيمو څخه شميرل کيږی٠ لنډه دا چی چونګ چينګ د ستر ښار ، غټ کلی ، لوی صنعت ، زراعت او تجارت له پلوه يو ښايسته او ځانګړی ښار بلل کيږی .