<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-07 18:18:47    
په چينګ های کې د شعرونو نړيوال فستيوال

cri

د چين په شمال لوېديځ د چينګ های په ولايت کې د شعرونو د لومړی دوری نړيوال فستيوال په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېد. د څلوردېرشو هېوادونو شاعرانو له چيني شاعرانو سره د چينګ های جهيل ترڅنګ يو شعر ويلی و چې نوم يې د انسانانو او طبيعت ترمنځ هوسأينه ده. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د پاچا ګوسار په نامه يوه رزمي شعر واورېد چې له اوږدې مودې راهيسی د چين په چينګ های او تبت ولايتونو کې په ميراث پاتی شوی دی. په دغه شعر کې د لرغوني مودې د تبتي قوم د يو اتل کيسه بيان شوې ده.

دغه فستيوال د اګست په اوومه نېټه پرانيستل شو او دا په چين کې لومړی ځل دی چې د شعرونو يو لوی نړيوال فستيوال تر سره کيږی. د چين په ګډون د پنځه دېرشو هېوادونو شاعرانو په دغه فستيوال کې ګډون کړی و. د دغه فستيوال جوړونکی يعنی د چين د شعرونو ټولنه او د چينګ های ولايت حکومت هيله لري چې دغه فستيوال به په نړۍ کې خپل شهرت ولري. ښاغلی شو څای د دغه فستيوال له جوړونکو څخه يو دی. ده وويلد دغه فستيوال موضوع د انسانانو او طبيعت ترمنځ هسأينه ده. زما په أند دغه موضوع ډېره ښه ده. د بېلا بېلو هېوادونو د شاعرانو ترمنځ د توپيردونو د له منځه وړلو لپاره يوې موضوع ته اړتيا شته او موضوع د انسانانو او طبيعت ترمنځ له اړيکيو سره برابروالی دی. په تاريخ کې شعر تل د

انسانانو او طبيعت ښکلا د څرګندولو په ترڅ کې يوه عمده لار ګڼل کېږي. دغه فستيوال په اروپا کې د شعرونو د نړيوالو فستيوالونو په پرتله ډېر لوی وو. څو بهرنيو شاعرانو ، په تېره بيا د مکسيکو ړوند شاعر ما ته مميزه نښه راکړی وه.

په چينګ های ولايت کې د شعرونو د لومړی دروی نړيوال فستيول جوړول نه يوازی چيني شاعرانو ته بلکې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاعرانو ته د کلتوري تبادلې يو ښه فرصت برابر کړی دی. د ونزيولا يو شاعر ښاغلی جوان ګاويريا وويل

مونږ دغه فرصت لرو چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو له شاعرانو سره تبادله او زده کړې وکړو. که مونږ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلی يو خو تر أسمان لاندی اوسېږو او په ګډه له طبيعت څخه خونډ اخلو. دا د دغه فستيوال يو ډېره ښه موضوع ده.

د شعرونو لوستل په دغه فستيوال کې يوه مهمه برخه وه. ټولو شاعرانو د جوړولو کمېټې ته خپل شعرونه وړاندی کړی چې د دغه فستيوال لپاره يې پخپله ليکلي وو.په دغو شعرونو کې د يونان شاعر پيتروس اثر خپل ځانګړتياوې لري. ده وويل د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورټي لوبې به په بېجينګ کې تر سره شي. د دغو لوبو لپاره مې يو شعر ليکی.

چيني او بهرنيو شاعرانو د دغه فستيوال په ترڅ کې کليوالو سيمو او څړ ځايونو ته تللی وو. د ښکلی چينګ های جهيل په غاړه کې يې د دغه فستيوال په اړه يو کنسرټ واورېد او يوه اعلاميه يې لاسليک کړه

په دغه اعلاميه کې د شعرونو ارزښت ته مهم مقام ورکړل شو او د انسانانو نظريو ته

درناوی د فرض په توګه ګڼل کېږي. د دغې اعلاميې په پای کې ويل شوی چې مونږ به

د شعرونو له لارې بېرته طبيعت ته درناوی ورکړو، أزادۍ بېرته ژوندی کړو، درنښت بېرته ادب ته ورکړو، مينه او ښکلا بېرته نړۍ ته ورکړو او شعرونه بېرته د انسانانو ژوند ته ورکړو.