<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-07 18:19:09    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو په جلا جلا توګه د کوريا جمهوريت، نوي زيلنډ، پيرو او پاپوا نوی ګينی له مشرانو سره وکتل

cri
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په اوومه نېټه په سيدني کې په جلا جلا توګه د کوريا جمهوريت د ولسمشر روه مون هيون، د نوی زيلنډ د صدراعظمې هيلين کلارک، د پيرو د ولسمشر الان ګارسيا پيريز او د پاپوا نوی ګيني له صدراعظم مايکل سوماري سره وکتل.

رئيس هو جين تاو له روه مون حيون سره د کتنې په ترڅ کې وويل د بيلا بيلو خواوو د ګډو کوششونو له لاری د شپږاړخيزو خبرو اترو په بهير کې فعال پرمختګ شوی. چين غواړی چې له کوريا جمهوريت سره يو ځای د شپږاړخيزو خبرو اترو د بهير پرمخبيولو لپاره کوشش وکړي او له ذروی وسلو څخه د کوريا ټاپووزمې پاکوالي او د ټاپووزمی او د شمال ختيځی أسيا د سولی او ثبات ساتلو لپاره هڅی وکړي. روه موحيون وويل خبرې اترې د کوريا ټاپووزمی د ذروی مسئلی حلولو يوه ښه لاره ده. چين د يو مشر هېواد په توګه د شپږاړخيزو خبرو اترو د لړۍ په پرمخبيولو کې ستر رول لوبولی دی. د کوريا ټاپووزمی د ذروی مسئلی په هکله د کوريا او چين تر منځ ښه همغږی او همکارۍ شوې چې د دغو خبرو اترو لپاره ډېر اهميت لری.