د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مرستيال ريچارد باوچر چې د جنوبی اسيا چارې مسئول دی، د سپتمبر په اوومه نېټه اسلام اباد ته ورسيد او له پاکستان څخه يې په ليدنه پيل وکړ.
په پاکستان کې د امريکا سفارت وويل د باوچر دغې ليدنې په ترڅ کې به په راتلونکی اوونۍ کې د پاکستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره تياری ونيول شي.
د يو بل خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دايمی مرستيال جون نيګروپونت به هم د روانې مياشتې په لسمه نېټه له افغانستان او پاکستان څخه ليدنه وکړي.