د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځانګړی محکمې د سپتمبر په اوومه نېټه يو ځل بيا د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شريف ورور شهباز شريف د نيولو حکم وکړ.
پر شهباز شريف تور لګول شوی چې د پنجاب ولايت د والۍ دندې تر سره کولو موده کې يې د پنځو ځوانانو د وژلو حکم ورکړی، خو شهباز شريف تل دغه تور رد کړی او وايې دغه تور يوه سياسی موده لري.
د پاکستان سترې محکمی د اګست په درويشتمه نېټه حکوم وکړ چې د اوو کلونو لپاره په بهر کې پاتی شوی پخوانی صدراعظم نواز شريف او د ده ورور بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. نواز شريف څو ورځې دمخه اعلان وکړ چې دی به د سپتمبر په لسمه نېټه بيرته پاکستان ته ستون شي او د دغه هېواد په پارلماني ټولټاکنو کې به ګډون وکړي.