<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-08 19:39:38    
د APEC د مشرانو د ١٥ دوری نارسمي غونډه پرانيستل شوه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د أسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د ١٥ دوری نارسمي غونډه د سپتمبر په ٨ نېټه د استراليا په سيدني کې پرانيستل شوه او په همدی ورځ د اقليمي بدلون او د انرژۍ د امنيت او پاکوالی په هکله د سيدنی اعلاميه پکې تصويب شوه.

د چين د دولت رئيس هو جين تاو په دغه غونډه کې د اقليم بدلون په اړه څلور وړانديزونه وکړل چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره بايد پرمختللی هېوادونه له پرمختيايي هېوادونو سره همکاری وکړي. دواملرونکی پرمختګ بايد پياوړی کړي. تړونونو ته بايد لومړی مقام ورکړل شي او پر ساينس، تکنولوژۍ او نوښت رامنځ ته کولو بايد ټينګار شي.

په دغه اعلاميه کې په ډاګه شوې چې تر ٢٠٣٠ کال پوری به د APEC په سيمو کې د انرژۍ لګښت د ٢٠٠٥ کال په پرتله لږ تر لږه په سلو کې ٢٥ کم شي او د ځنګلو پراخوالی به تر ٢٠٢٠ کال پوری لږ تر لږه ٢٠ مليونه هکتارو ته لوړ شي.