<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-08 20:08:56    
په خوست کې د يوراج کلب

cri

ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . څه موده مخکی زمونږ د پروګرام له لارې ويل شوی وو چې د جولای او اګيست په مياشتو کې به د پروګرام په دغه برخه کې زمونږ د اوريدونکيو د کلبونو په اړه ځانګړی پروګرامونه خپاره شی او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړم چې زمونږ د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او زمونږ له څانګې سره اړيکی ساتی .

نو د پروګرام په نننی کړۍ کې خوشحال تايب تاسو ته يوه مرکه چمتوکړې ده .

محمد شفيق مقاليديار د افغانستان د خوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ د جونو کلی د يوراج کلب مشر دی ، دغه کلب چې په دوه زره دوهم کال کې جوړ شوی اوس مهال ٣٦ تنه غړی لری ، په دی کلب کې هر ډول کسان د بېلګې په توګه ښوونکی ، زده کوونکی او نالوستی خلک شته او زياتره کسان يی په کليو او بانډو کې ژوند کوی ، د مقاليديار په وينا د دوی د کلب زياتره نويو غړيو هم اوس له سی ار ای سره خپله قلمی همکاری پيل کړی ده ، که څه هم يو شمير غړی يی نالوستی دی خو د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې او پروګرامونو سره ځانګړی مينه لری ، اوس په شوق سره يې اوري .

مقاليديار وايی د دوی د کلب غړی هيله لری چې د سی ار ای پښتو خپرونې وخت بايد اوږد شی او هم پښتو هنداره په مياشت کې يو ځل چاپ شی .

محمد شفيق مقاليديار کوښښ کوي چې د خوست ولايت له نورو سيمو څخه هم يو شمير غړی په خپل کلب کې ومنی .