د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د أسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د ١٥ دوری دوه ورځنۍ نارسمي غونډه د سپتمبر په ٩ نېټه د استراليا په سيدني کې پای ته ورسيده٠
د غونډی په ترڅ کې د لويی کورنۍ أبادۍ د پياوړتيا او د دواملرونکی راتلونکی د جوړيدو په هکله د سيدنی اعلاميه پکې تصويب شوه٠ په اعلاميه کې ويل شوی چی په فعاله توګه د اقليم بدلون د مخنيوی، د انرژۍ امنيت او د پاک د پرمختګ په اړه د أسيا او أرام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان غړيو هوډ څرګنديږی او د نړيوال سوداګريز سازمان د دوحا خبرو اترو د پلوی په هکله په يوه خپره شوی ځانګړی اعلاميه کې د دغو خبرو اترو د بريالی ترسره کيدو په اړه د دغه سازمان د غړيو پر اداری ټينګار شوی دی٠