د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د چينګ های ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠لومړی به موږ په ګډه يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی ليری ځای٠
دغه سندره د چين د مشهور سندرو جوړونکی وانګ لو بين له خوا له جوړيدو وروسته مشهوره شوه او د چين د سندرو د يو مشهور استازی په توګه ګڼل کيږی٠ په دغه سندره کې ليری ځای د چين د چينګ های ولايت ستايل شوی دی چی د چين د دريو لويو سيندونو سرچينی دی٠ په دغه ولايت کې د هان، تبت ، هوی او تو په ګډون لسګونه قومونه ژوند کوی٠ خلک په دغه سيمه کې د سندرو ويلو او نڅا په کولو کې ډېره ټکره دي٠ اوس به موږ په ګډه د چينګ های ولايت يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی ځوانان٠
د پروګرام په پای کې په موږ په ګډه د ګل په اړه د چينګ های ولايت يوه خوندوره ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د خور ګل٠
ګرانو اوريدونکو،د چينګ های ولايت د يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!