د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پخوانی صدر اعظم نواز شريف د سپتمبر د لسمې نېټې په سهار د اسلام أباد هوايی ډګر ته ورسېد. د پاکستان خبری رسنيو وويل چې ښاغلی شريف د پاکستان له لوړ پوړيو حکومتی چارواکيو سره له لنډو خبرو اترو وروسته د ساتلو په پلمه نيول شوی دی. نوموړي په هوايی ډګر کې وويل چی دی د هر ډول حالت رامنځته کولو لپاره تيار دی.
د پاکستان لوړې محکمې د اګست په درويشتمه نېټه شريف او د ده ورور ته اجازه ورکړه چې بېرته خپل هېواد ته ستنېدې شي.
ښاغلي شريف څو ورځې مخکی اعلان وکړ چې دی به د روانې مياشتې په لسمه نېټه بېرته خپل هېواد ته ستون شی او د پاکستان د پارلمان په ټولټاکنو کې به ګډون وکړي.
اوس د پاکستان حکومت د شريف د نيولو خبر پخلی نه دی کړی.