<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-10 18:40:13    
چين به په پر له پسی توګه د دواملرونکی انرژۍ د ډولونو استخراج او استعمال پياوړی کړي

cri

د چين حکومت څو ورځې مخکې د دواملرونکې انرژۍ د دايمی پرمختګ پلان خپور کړ. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال چن ده مينګ د سپتمبر په څلورمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د دغه پلان د محتوياتو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل اوس دواملرونکې انرژۍ د چين د انرژۍ لګښت په عمومی اندازه کې په سلو کې له اتو څخه کمه ده. نو د چين حکومت هوډ کړی چې دغه رقم به په ٢٠٢٠ کال کې په سلو کې پنځلس ته ورسوي.

ښاغلي چن ده مينګ وويل لومړی، چين يو پراخ هېواد دی او په ډېرو ليری او ګوښه ځايونو کې يې د برېښنا شبکې موجودې نه دي، نو د دواملرونکې انرژۍ په استعمالولو سره به د دغو ځايونو بڼې بدلې شي. دوهم، د چين اقتصادي جوړښت بايد بدل شي او په دغه ساحه کې د دواملرونکې انرژۍ پرمختګ هم يو نوی عمده ټکی دی. درېيم، نړۍ د نوې تکنولوژۍ د ابتکار کارونو له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، نو چين هم په دغه برخه کې نوی موخې ټاکلی دي.

ښاغلي چن ده مينګ وويل چين د دواملرونکې انرژۍ په پرمختګ کې ډېرې وړتياوې لري. د بېلګې په توګه، چين د نهه مليون او شپږ سوه زره مربع کيلومترو په پراخوالی خاورې او دری مليون مربع کيلو مترو سمندری سيمې لري، نو د دواملرونکې انرژۍ ډولونه يې ډېر زيات دي.پر دې سربيره، د يو لوی پرمختيايی هېواد په توګه چې نفوس يې تر ټولو زيات دی، اوس چين د انرژۍ په سلو کې اويا برخه د سکرو په سوځولو

سره تر لاسه کوی. د انرژۍ دغه شان جوړښت او ترې د شنو خونو ايستل شوی ګاز د اقتصاد او ټولنې پر پرمختګ ډېر فشار راوړی دی. نو د انرژۍ جوړښت بدلون د چين حکومت يوه ټاکل شوی موخه ده.

ښاغلي چن ده مينګ وويل اوس چين د دواملرونکې انرژۍ د کارولو د هڅونې لپاره ډېر تدبيرونه نيولی او له لويو دولتي تصديو څخه يې غوښتنه کړی چې په فعاله توګه د دواملرونکې انرژۍ په استخراج کې ګډون وکړي.

هغه وويل چين بايد لومړی، د باد او لمر انرژۍ د استعمال هڅونې لپاره سالمه تګلاره غوره کړي. دوهم،د ماليۍ او مالياتو يوه داسی امتيازی تګلاره هم غوره کړي چې له مخې يې د مرستی ځانګړی صندوق جوړ او مليات کم کړي. درېيم، د پوهنې څېړنه ژوره، په ښوونيزو چارو کې لګښت زيات او د وړ کسانو روزنه پياوړی کړي. برسيره پر دې، چين بايد د دواملرونکې انرژۍ تبلغات پياوړی کړي او وګړي وهڅوي چې پکی ګډون وکړي.

ښاغلي چن ده مينګ وويل اوس د تکنولوژۍ د محدوديت له امله، د باد اويا لمر انرژۍ له لارې د برېښنا توليدولو لګښت د سکرو په سوځولو سره د برېښنا توليدولو په پرتله ډېر زيات دی، نو اوس چين نه شي کولای چې د برېښنا بيه د بازار لخوا وټاکل شي، خو اړوند ارګان په اړوندو پلټنو بوخت دی چې ګام په ګام د برېښنا بيې ټاکنه د دواملرونکې انرژۍ د پرمختګ لپاره ګټورې خوا ته لاړه شي.