<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-10 18:09:53    
د بيجينګ د مينګ د ١٣ امپراتورانو مقبرې

cri

د چين د مينګ امپراتوري لړۍ د ١٣ امپراتورانو مقبرې د بيجينګ په شمال لويديځ د چانګ پينګ ولسوالی د تيان شو غره په لمن کې پرتې دي چې له بيجينګ ښار څخه څه نا څه پنځوس کيلومتره واټن لری او پراخوالی يې يو سل او شل مربع کيلومترو ته رسېږي. د ميلاد له ١٤٠٩ کال څخه د دوه سوه ديرشو کلونو په اوږدوکې په دې ځاي کې په وار سره ديارلس امپراتوران، د دوی ٥٣ ښځې او دوه شهزاده ګان ښخ شوي دی. دغې مقبرې په اوسنی نړۍ کې په ښه توګه ساتل شوي مقبرې ګڼل کيږی چې د ښخ شويو امپراتورانو شمېر يې هم په نړۍ کې مثال نه لری.

د مينګ په امپراتوري لړۍ کې شپاړس امپراتوران وو، خو ولی دلته يوازې ١٣ تنه امپراتوران ښخ شوي دي؟ ددې لړۍ بنسټ ايښودونکی جو يوان جانګ د جنوبي چين په نان جينګ ښار کې خپله سلسله جوړه کړه او له مړينې وروسته په دغه ښار کې ښخ شو. د ده زوی جو يون ون نوميده ، کله چې د سلطنت پر تخت کيناست ، اکا يي شاهي کودتا وکړه او شاهي تخت يي ونيو چې په پای کې ځوان امپراتور له پلازمينې څخه وتښتيد او ورک شو ، نو د ښخيدو ځای يې معلوم نه و. د مينګ امپراتوري لړۍ اووم امپراتور هم د يوې کودتا په ترڅ کې د ده د ورور لخوا ووژل شو او مقبره يي هم ويجاړه شوه. ورپسې د هېواد پلازمينه بيجينګ ته وليږدول شوه او نور ديارلس تنه امپراتوران په بيجينګ کې ښخ شول او د دغو مقبرو ځای د ديارلسو امپراتورانو مقبرو په نامه ونومول شو. تيان شو غر لوړ او ښکلی دی، هره مقبره د يو غره په وړاندی پرته ده او يو له بله لږ تر لږه نيم کيلومتر واټن لری. د بېلګې په توګه د

چانګ نومی مقبره په ١٤٢٧ کال کې جوړه شوه چې له نورو دوولسو مقبرو څخه لويه او پرتمينه ده .مقبره د دريو طبقو پر مرمري بنسټ باندي ولاړه ده او د ځمکې پر سطح يې جوړه شوې عمده ودانۍ ډير لويه او عظيمه ده چې پراخوالی يي ١٩٥٦ مربع متره دی اود ودانۍ دننه د ١٤ اعشاريه ٣٠ مترو په لوړوالي ٣٢ ستنې ولاړې دي چې له ښه بوی لرونکو ونو څخه جوړې شوې دی ، نو تر اوسه هم ښه وږمه لری . ددغې مقبرې تر ځمکې لاندی ماڼۍ د نندارچيانو لپار پرانيستل شوې او هره ورځ زيات شمير سيلانيان راجلبوي.

که څه هم د دغو مقبرو له جوړولو څخه تر اوسه پوری څلور او پنځه سوه کلونه تير

شوي دي ، خو د امپراتورانو د نورو مقبرو په پرتله په ښه توګه ساتل شوي دي چې زيات تاريخی ارزښت لری. د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته حکومت د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې څخه د دغو مقبرو د ساتلو لپاره زياتې پيسې لګولې او د هيواد د مهمو تاريخي اثارو د ساتلو په ليست کې يي شاملې کړې دي. په ١٩٥٧ کال کې د بيجينګ ښاروالۍ چې ديارلس مقبرې د بيجينګ په هغو لومړيو ځايونو کې شاملې کړې چې بايد په ښه توګه وساتل شی. په ١٩٦١ کال کې دغه مقبرې د دولت په کچه د يو ښه ساتل شوی ځای په توګه وټاکل شوې. په ١٩٨٢ کال کې ديارلس مقبرې د دولتي شورا لخوا د هيواد په څلور څلويښتو عمده سيلاني ځايونو کې وټاکل شوې. برسيره پردې ديارلس مقبرې په ٢٠٠٣ کال کې د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شاملې شوې او د نړيوالو ميراثونو د ټاکلو کميټې په نظر د دغو مقبرو ساختمانی ودانيو په تيره اوږده موده کې د چين د امپراتورانو نړۍ ليد او د واکمنۍ نظريې انځور کړې دي.