
د چين په شمال لويديځه سيمه کی د لرغونی تمدن زيات تاريخی أثار موجود دی٠ له دې جملې څخه د شينجيانګ د سيمه ايزو چارو د لويې ادارې مقر چې د جمسار ولسوالۍ په بيتينګ کی پروت و، يو مشهور لرغونی ښارګوټی و او اوس په چين کی په دولتی کچه د يو مهم تاريخی اثر په توګه ټاکل شوی دی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کې به د دغه لرغونی ښارګوټی د پرمختګ او کمزورتيا په هکله څه معلومات در ته وړاندی کړو٠
په اتمه ميلادی پيړۍ کی د چين په لويديځه سيمه کې کله نا کله جګړې پيښيدلې او له دې امله د خلکو ژوند ډير خراب و٠ نو د چين د ( تانګ ) سلسلې امپراطور لی جی د پوځيانو په ليږلو سره بهرنی تيری کوونکی له منځه يوړل ٠ په ٧٠٢ ميلادی کال کی د دغې سلسلې ښځينه امپراطورې وو ځه تيان د شينجيانګ په بيتينګ کی د لويديځې سيمې د کنترولولو لپاره ځانګړی لويه اداره جوړه کړه٠
څه دپاسه زر کلونه وروسته د دغې ادارې کنډوالې د ميلاد په ١٧٧٦ کال کی د چنګ سلسلې د يو تاريخ پوه لخوا کشف شوې ٠ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د جمسار ولسوالۍ د تبليغاتی څانګې مرستيال ( لو يو ) وويل :
د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته د لويديځې سيمې کلتوری ادارې او د شينجيانګ د تاريخی اثارو ادارې او موزيم څو ځله د کارکوونکو په ليږلو سره په نوموړی کنډواله کی د تاريخی أثارو څيړنه وکړه چې په نتيجه کی د مسی هندارې، د زمری د ډبرينو مجسمو، د نيلوفر ګل لرونکو پخو خښتو، خاورينو لوښو او چينی بابو په شمول د چين د تانګ سلسلې تاريخی أثار راپيدا کړل٠ د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کی د چين د ټولنيزې اکاډامۍ د لرغون پيژندنې انستيټيوټ کارکوونکو د دغه لرغونی ښارګوټی د کنډوالې په لويديځه سيمه کی زياتې خاورينې مجسمې او ښکلی ديوالی انځورونه کشف کړل٠ٌ
څو ورځې دمخه د سی ار ای راډيو خبريالان د شينجيانګ د جمسار ولسوالی ته ورغلل او په بيتينګ کې يې د سيمه ايزو چارو د لويې ادارې د مقر کنډوالې وليدلې چې څه دپاسه يو زر او دری سوه کلن تاريخ لری٠ که څه هم د دغه ښارګوټی پخوانی باعظمته بڼه نه ليدل کيږی ، خو د ښارګوټی په دننه کی د بودايی معبدونو او واټونو او د ښاری ديوالونو د ګوټ ګوټ برجونو او د څار برجونو کنډوالې لا هم موجودې دي٠
د سيمه ايزو چارو دغې ادارې د چين په تاريخ کی ډير مهم مقام درلود چې د هغې جوړيدو د چين په لويديځه سيمه کی د تانګ سلسلې رژيم ټينګ کړی او د ځايي قومونو د مالدارۍ، دايمی استوګنې او پرمختګ لپاره يې أرام چاپيريال رامنځ ته کړی و٠ د شينجيانګ د ټولنيزې اکاډمۍ د لرغونی تاريخ د انستيټيوټ پخوانی مشر شوې ځونګ جينګ وويل :
د بيتينګ لرغونی ښارګوټی په لرغونی زمانه کې د بشری ټولنې او تمدن يوه هنداره او قيمتی خزانه وه چې د هغه وخت د انځورګرۍ هنر، حکاکۍ او ډول ډول هنری مرغلرې لا تر اوسه هم ځلا کوی
٠ ٌ
په بيتينګ کی د سيمه ايزو چارو د لويې ادارې جوړول پر شينجيانګ باندی د خپل تسلط د پياوړی کولو او د قومونو ترمنځ د اړيکو د ساتلو لپاره د چين د تانګ سلسلې يو مهم تدبير ؤ او د دغې سلسلې په لومړنيو وختونو کی د سياسی سپيڅليتوب، اقتصادی پرمختګ او ټولنيزی سمسورتيا يو ښه لامل هم و ٠ برسيره پر دې دغې ادارې په تاريخ کی د نړۍ د ختيځ او لويديځ تمدنونو د تبادلې او راټولو د پرمخبيولو لپاره هم ستر رول ولوبولی و ٠ د خواشينۍ خبره دا ده چې د بيتينګ لرغونی ښارګوټی او د سيمه ايزو چارو د لويې ادارې مقر د ميلاد په ١٥ پيړۍ کې د چين د ( مين ) سلسلې په پيل کی د جګړې له امله ويجاړ شوی و٠ څو کلونه مخکې د چين د ولسی جمهوريت حکومت د دغه لرغونی ښارګوټی کنډوالې په دولتی کچه د مهم تاريخی أثر په توګه ټاکلی او په لړيزه توګه يې ترميم کړې دي٠ د شينجيانګ د جمسار ولسوالۍ د تاريځی أثارو د ادارې مشر ګوه شيا وويل :
د بيتينګ لرغونی ښارګوټی او د سيمه ايزو چارو د لويې ادارې مقر ژغورلو او ساتلو پروژه به په څو پروګرامونو وويشل شی او په جلا جلا توګه به د بېلا بېلو پروګرامونو د ژغورلو په هکله پلانونه طرح شی چې دغه پلانونه به په دريو يا پنځو کلونو کی ترسره شی٠ دغه لرغونی ښارګوټی مهم تاريخی مقام او د لرغون پيژندنی لپاره ستر ارزښت لری چې د هغه ساتل به د ځايی سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوی٠ ٌ