د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر لسمه نېټه د چين د ښوونکيو له فستوال سره برابره ده. د چين د روزنې وزارت وويل په وروستيو کلونو کې چين په ريښتنی توګه د ښوونکيو په تيره بيا په کليوالو سيمو کې د ښوونکيو سويې د لوړتيا لپاره کوششونه کړی چې په ترڅ کې يې په کليوالو سيمو کې د ښوونکيو سويه ډېر لوړه شوی ده.
د سيمه ايز اقتصاد پرمختګ د نابرابرۍ له امله په اوږه موده کې د چين په کليوالو سيمو کې د ښوونکيو توان کمزوری و، نو په وروستيو کلونو کې د چين حکومت يو لړ تدبيرونه نيولی دي. په روان کال کې به حکومت په کليوالو سيمو کې د روزنې د پياوړتيا لپاره اتلس زره وتلی ښوونکی استخدام کړي.