<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-10 18:51:56    
چين په جدی توګه د خوړو کيفيت د تامينولو لپاره کوشش کوي

cri

د خوړو کيفيت امنيت نه يوازی د نړۍ د ګډې پاملرنې وړ مسئله ده بلکې په چين کې هم يوه ډېره مهمه مسئله ده. د چين حکومت او تصدۍ په جدی توګه د خوړو کيفيت د تامينولو لپاره بېلا بېل تدبيرونه نيولي دي. د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د خوړو کيفيت د تامينولو لپاره د دغو تدبيرونو په باب معلومات وړاندی کړو.

د چين د توليداتو کيفيت د څارنې او پلټنې عمومی اداره په چين کې د خوړو کيفيت د څارنې يوه څانګه ده او د خوړو چمتوکولو په بهير کې د کيفيت څارنې او ورځنۍ روغتيا د ادارې په کارونو بوخته ده. د دغې ادارې مشر لی چانګ جيانګ تېره مياشت د چين د توليداتو کيفيت او خوړو امنيت په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل  زما په أند د چين د هغو خوړو اندازه زياته شوې چې له معيار سره سمون لري او د توليداتو کيفيت هم ښه شوی دی. په وروستيو ورځو کې مونږ د خوړو کيفيت په پلټنه لاس پوری کړې چې په پايله کې ٨٥ اعشاريه ١ سلنه خواړو له معيار سره سمون درلود.

نوموړی وويل په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د خوړو کيفيت په اړه هغه بشپړ قوانين او مقررات ټاکلی چې د خپل هېواد له حالت حالت سره سمون لري او په همدی وخت کې يې د خوړو کيفيت او امنيت د څارنې کارونو لپاره يو ميکانيزم جوړ کړی دی.

په چين کې د خوړو په اړه زيات شمېر تصدۍ د توليداتو کيفيت امينت ته په درنه

سترګه ګوري.د چين د هوی يوان ډله يوه داسی لويه تصدۍ ده چې د مېوو جوس په توليد بوخته ده. د روان کال په لومړی نيمه کې د دغې ډلې له خوا توليد شوی شيره د چين په بازار کې په سلو کې ٤٦ برخه نيولې وه. د معلوماتو له مخې د دغې ډلې توليد شوې صافه شيره امريکا، استراليا، نيوزيلند، د جنوب ختيځې أسيا او افريقا شلو هېوادونو او سيمو ته صادره شوې ده. د دغې ډلې عمومی مدير جو شين لی وويل د توليداتو کيفيت امنيت زمونږ د ډلې لپاره ډېر مهم دی. هغه زياته کړه.

يوه داسی تصدۍ به ښه راتلونکی ونه لري چې د خوړو امنيت او د توليداتو کيفيت ته ارزښت نه ور کوي. نو بايد د توليداتو کيفيت د يوې تصدۍ د مهم ټکی په توګه وبلل شي.

د چين د حکومت او تصديو د جدی رويې له امله د چين د خوړو منل شوې اندازه په پر له پسی توګه لوړه شوې ده. د چين د توليداتو کيفيت څارنې د عمومی ادارې مشر لی چانګ جيانګ دی ته اشاره وکړه چې د روان کال په لومړی نيمه کې له چين څخه امريکا، اروپايی ټولنې او جاپان ته صادرو شويو خوړو د منل شوی اندازې په سلو کې نهه نوی برخه نيولې ده.

په همدی وخت کې ښاغلی لی دا هم وويل چين لااوس هم يو پرمختيايی هېواد دی، نو د خوړو امنيت او د خوړو توليد د صنعتی کېدو سويه د پرمختلليو هېوادونو له سويې څخه ځينی واټن لري، نو د خوړو کيفيت د لوړولو دنده درنه ده.ښاغلی لی وويل د څارنې د يوې موسسې په توګه به د چين د توليداتو کيفيت د څارنې او پلټنې عمومی اداره لازيات تدبيرونه ونيسي په چين کې داسی تصدۍ شته چې توليدی اندازه يې کوچنی، توليدی شرايط يې بد او د توليداتو کيفيت يې ښه نه دی. نو مونږ به د دغو کوچنيو تصديو پلټنه وکړو او هغه کوچنی تصدۍ به وتړو چې جعلی توليدات توليدوي.

څه موده دمخه د چين حکومت په رسمی توګه د چين د خوړو کيفيت د امنيتی حالت په اړه سپين کتاب خپور کړ . په دغه کتاب کې ويل شوی چې د خوړو کيفيت امنيت د خلکو ګډ هيله ده او د نړيوالې ټولنې ګډه دنده هم ده. د سوداګرۍ د يو لوی صادراتی هېواد په توګه چين غواړي چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپله همکاری پياوړی کړي او د خوړو کيفيت دامنيتی کنترول او د خوړو په اړه د سوداګرۍ د سالم پرمختګ په برخه کې خپل نه ستومانه کيدونکی کوششونه وکړي.