د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملی امنيت شورا وياند ګوردن جوندرو د سپتمبر په لسمه نېټه په واشنګټن کې وويل د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هېواد څخه د پخواني صدر اعظم نواز شريف ايستل د دغه هېواد کورنۍ چارې دي، خو نوموړي هيله څرګنده کړه چې پاکستان ازادې او عادلانه ټولټاکنې تر سره کړي.
ده زياته کړه امريکا به په دې اړه د پاکستان له بېلا بېلو ګوندونو او ډلو سره بحث وکړي.